د نږدې ۵ میلیونو افغانیو په لګښت بېلابېلې ۸ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 
د میدان وردګو ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې د ملي پیوستون پروګرام له لورې د نږدې ۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۸ بېلابېلې پروژې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
په دغه پروژو ګې د غونډو تالارونه،سربندونه،پلچکونه،د اوبو ذخیرې،سړک ،استنادي دیوال او د پاکو اوبو څاه ګانې شاملي دي،چې د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د شپږو میاشتو په موده کې یې د ولسونو د لس سلنې ونډې په اخیستلو سره یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
له بشپړو شویو پروژو څخه اوس د مرکزي بهسودو ولسوالۍ شاوخوا زر کورنۍ پر یو وخت ګټه اخیستلای شي .