پکتیکا: د۵۲ میلونه امریکایې ډالرو په ارزښت د سړک د جوړیدو چاري پیل شوي

 
 
د سروضي ولسوالۍ څخه تر انګور اډې پورې ۵۰ کیلومتره د سړک د جوړیدو چاري د پکتیکا والي امین الله شارق او د ټولګټو چارو وزیر ډیپلوم انجنیر محمود بلیغ لخوا د پټۍ په پریکولو سره نن رسما پیل شوي.
نن پدې مناسبت د سروضي ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوې وه چې د پکتیکا والي امین الله شارق،د ټولګټو چارو وزیر ډیپلوم انجنیر محمود بلیغ د ولایتي شورا غړو،د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو قومي مشرانو ګډون کړی و.
په پیل کې د ولایتي شورا رئیس افسرخان سلیمانخیل د ټولګټو چارو وزیر ښاغلي بلیغ او ورسره راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د سړک په جوړیدو یې خوښي څرګنده کړه.
ورپسې د پکتیکا والي ښاغلي امین الله شارق وویل خوښ یم چې زما د ماموریت په پیل کې د پکتیکا والو هغه هیله پوره شوه چې له کلونو راهیسې یې په تمه وو، ده وویل پخپل ټول توان سره به د سړک د جوړیدو له چارو څخه نظارت وکړم ،قرار داد په جزیاتو ګورم او له قرار دادي څخه داسې کار کار غواړم کوم څه چې په قرار داد کې ذکر شوي دي،ښاغلي شارق زیاته کړه دا یو ټرانزیټي سړک ده چې په جوړیدو سره به یې د پکتیکا والو په اقتصاد کې د پام وړ بدلون راشي شارق په پکتیکا والو غږ وکړ چې د سړک د جوړیدو له چارو څخه په کلکه څارنه وکړي او هر ځای کې چې نیمګرتیاوي  ویني باید په وخت یې ورسره شریکي کړي.
ده وویل په قرار داد کې هیڅ ډول معامله راته د منلو وړ نه ده، د شرکت مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې کار په پوره شفافیت سره ترسره کړي او ورته تر ټاکل شوي وخت پورې یې چاري بشپړي کړي.
د ټولګټو چارو وزیر ښاغلي محمود بلیغ وویل یاد ۵۰ کیلو متره سړک چې د رغولو چارې یې د حامد کندهار او او مب ترکي کمپنیو لخوا پرمخ وړل کیږي د ۵۲ میلونه امریکایې ډالرو په ارزښت جوړیږي چې چارې به یې تر راتلونکي دوو کالو پورې بشپړي شي.
ده هم په پکتیکا والو غږ وکړ چې ټول پکتیکا وال په کلکه د سړک د جوړیدو له چارو څخه څارنه وکړي او ځان داسې وګڼي چې ګواګي د ټولګټو چارو وزارت با صلاحیته استازي یاست ده وویل یاد سړک یو ټرانزیټي سړک ده چې په جوړیدو سره به نه یوازي د پکتیکا د خلکو بلکي د ټولو افغانانو ګڼ شمیر ستونزي حل شي ښاغلي بلیغ ژمنه وکړه چې د سړک د جویدو له چارو څخه به په وخت په کلکه څارنه کوي.
قومي مشرانو له والي امین الله شارق او د ټولګټو چارو وزیر ډیپلوم انجنیر محمود بلیغ څخه د منني ترڅنګ د ورته نورو پروژو غوښتنه یې وکړه دوی ډاډ ورکړ چې د سړک د جوړیدو له چارو به په کلکه څارنه کوي او د بیارغوني د ټیم به یې ټینګ امنیت نیسي.
 

 
د رنښت
نبي الله پیرخیل
د پکتیکا ولایت ویاند