
لنډه کیسه
زه د دولت د یو مامور په توګه خپله دنده ترسره کوم او هره ورځ د سهار لخوا د خپل دفتر په لور ځم او مازدیګر مهال واپس خپل کور ته راځم.
یوه ورځ سهار مهال له کوره راووتم، ډیر یخ باد لګیدو او باران هم شوی وو، نو سترګې می په یوه واړه ماشومه ولګیدې چي خپلی څپلۍ یی په یو لاس کې او د ښوونځی کتابونه یې په بل لاس کې نیولی وو او ژاړي. نو ما ترې پوښتنه وکړه، ولې ژاړې ساړه نیولي یې؟ دا دی زما څادر درواخله څپلۍ دې په پښو کړه او ژړا بس کړه! ماشومې زما څادر وانه خیست او خپلی څپلۍ یې په پښو کړې همداسې ژړا او فریاد کوي، نو ما بیا ورته وویل چې ژاړه مه که ساړه دې کیږی نو زما څادر ولې نه اخلې؟
ماشومې له اوښکو ډکو سترګو راته وویل ساړه مې نه کیږي!
ما بیا ترې پوښتنه وکړه، چې نو ولې ژاړې همځولې درنه لاړې دي او یوازې پاتی یې؟ راځه چې زه د تر ښوونځی ورسوم!
ماشومې بیا راته وویل چې نه زه پخپله تلای شم!
ما بیا ترې پوښتنه وکړه چې اخیر څه شوی او ولې ژاړې ما ته یی ووایه کنه ؟
ماشومې په ډیر درد راته وویل:
نن په ښوونځي کی مې ټولګیوالو میله نیولې ده او هره یو نجلۍ باید شل افغانۍ د ځان سره راوړي خو ماته مې مور رانکړې،ځکه چې موږ په کور کې شل افغانۍ نه درلودې، نو اوس به زه همزولو ته څه وایم؟!
ما بیا ترې پوښتنه وکړه پلار دې څه کار کوي؟
ماشومي وویل پلار مې د پولیسو افسر و او په یو ترهګريز برید کې یی خپل ژوند له لاسه ورکړو!
ما بیا ترې پوښتنه وکړه ورور لرې؟
ـ هو وړوکی دی
ـ مور دې کار کوي ؟
ـ هو د خلکو جامې مینځي.
نو زړه مې راډک شو او د ماشومې څخه څو ګامه وروسته پاتي شوم ومې غوښتل چې د خپل زړه بړاس مې په چیغو سره وباسم خو دا کار مې هم ونشو کولای ځکه چې د کلي مینځ و.
فقط د ځان سره مې په ډیر افسوس وویل چې خلک وایی چې دولت پلار دی نو ددغې ماشومې نجلۍ پلار ولې ددي غم نه خوري....