
هغه بیل بیل او ځای پر ځای کی راته غم ايښی دی
ما چې په چا باندې له نازه نوم صنم ايښی دی
زما باتوره قومه څنګه په نانځکو بوخت یی
او تور ټوپک ته د خپل عقل او قلم ايښی دی
موږ د جانان تور اوربل داسې کړو له بدو بتر
د یوه مخې ته پوډر بل ته چیلم ايښی دی
زما بغربغر په وینوکې لت پته وروره
په تا مې هر یو ګل په سرو سترګو او نم ايښی دی
پښتونه لرې شه ایله ددې تمثیل کړه لونګۍ
دا ازادي شوه چی په سر د چا قدم ايښی دی
داسې څوګ شته ددې وطن تاوخدای سپین ووایه
چې د یتیم پر سر یې لاس په زړه ملهم ايښی دی
وه مفــــــــــــــــــــــــــکره لیونیه بیماری دېراشه
تا خو ویل چې پاکستان ته مې دوستم ايښی دی
دا رانه ټوکه شوه خو ما خدای ته دا ژمنه کړي
چې زه به نه خاندم او لاس مې په قلم ايښی دی
هیڅ خوځیدی نشمه یو کې مې منګور اوسیدو
دا بل لاستوڼي کې یې بل راته لړم ايښی دی
یو به پوهیږی نه دا بل بېغیرتوب اخیستی
دا استقلال شو چې په ور کې د خړتم ايښی دی
څټه غله ښه وي که دوه یاران متل شه یاره
په دسترخوان مې ښه ګډلی او شلغم ايښی دی
ما ورته ډیرې نارې وکړلې رښتیا وایم چې
خوږمنه مه پری ورځه لاره کې چا بم ايښی دی.
خوږمن متونوال