غزل

جانان لاړو د بل جانان شو
ماته رقيب خو په بل ګران شو
 عشق په مرض يې زه مبتلا
زخمي زه خو د بل درمان شو
ټولې وعدې يې کړلې هيرې
هرقسم يې مات بې ايمان شو
دی مات زړګي کې د ده وصال
هماغسې پاتې ارمان شو
 بيلتون له غمه يې خوار( ولـــــــــي)
نن بيا په ژړا او فغان شو
 
ميسور/هند