پر ښكلا مين

 مازديګر د لمر زريني وړانګي مخ په كمزوريدو شوي... لمر د جګو غرو و شاته په پټيدو شو، را ووتلم د كيږديو څخه ليري تير شوم ....... تر غوږ مي خوږ د ني ږغ را ورسيد، داسي آواز چي د ورايه مي مطلب تري اخيستلاي شو چي د زړه له درده ني يا شپيلكي پوكي ...
 
پښۑ مي بي واكه ددي آواز په لور رهي شوي ... د لري نه مي يو شپون تر سترګو شو كرار كرار ور رهي شوم دي شپيلي دومره په فكر كي ډوب كړي وم چي هيڅ په ځان پوه نه شوم او شپون ته ور ورسيدلم  .......
 
شاوخوا مي چی می و کتل یو ښــــــــــــــــــكلي منظر تر سترګو شو شپون شپيلي وهي او رمي څريږي ............
 
 
د ده و څنګ ته مي ډه ډه ووهله – شپيلي ئي لا زما په زړه وارونه پيل كړل .... په فكرو كي ډوب وم چي يو وخت شپون شپيلي ودروله، د سلام ورسته مي تري وپوښتل:
 
 گرانـــــــــه!
 
د شپيلي څخه دي داسي بريښيدل لكه چي زړه دي ډير خوږ وي؟
مين خو به نه ئي؟
 
سترګي ئي راواړولي ښكته پورته ئي راته وكتل موسكي شو .........
 
را ته ئي وويل:
 
هو مين يم د هغه وخته چي په ښه او بد پوه شوي يم له هماغه ورځي نه مين شوي يم ..........
 
ما ئي خبري ور غبرګي كړي او تري مي و پوښتل له چا سره دي مينه ده؟
 
دي بيا موسكي شو او زما خبري خوند غوندي وركړ .... راته ئي وويل:
 
زما مينه له دي پراخي ښكلي شينګياه  سره ده – له دي رمي سره له دي تازه پاكي آزادي هوا سره  ده  دا  مي خپله خاوره ده دلته آزاد نفس اخلم ګټه مي له دي رمو څخه ده چاته اړ نه يم ........
 
زه پر دي ښكلا مين يم زه پر آزادي مين يم او د زړه له سوزه شپيلي ځكه وهم چي شپه كيږي تياره خوريږي او تر سهاره دا ښكلا نه وينم .............
              
 
                                                                                      
 
۶ د اګست – ۲۰۰۷   
۸:۱۵  بجي   ماښام
لښكرګاه   -    هلمند