په خیبر پښتونخوا کې د افغان محصلینو  اتحادیې د افغانستان د خپلواکۍ ٩٦مه کلېزه ولمانځله

 
د پنجشنبې په ورځ  د پېښور پوهنتون د اغا خان په تالار کې د افغان محصلینو د اتحادیې له لورې د انګریزي ښکېلاک څخه د غازي امان الله خان له لورې د اخېستل شوې خپلواکۍ ۹۶ یمه کلېزه ولمانځل شوه ، غونډه ماسپښین ۲:۳۰ بجې د قاری معراج الدین له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه ، د  سټیج چارې انجینیر وحیدالله په مخ وړلي . په ۳:۰۰ بجې .بیا د هېواد ملي سرود وغږول شو .
پروفیسر ډاکټر خورشید عالم ، خادم حسین ، د قونصلګرۍ  د معارف اتشې رئیس ، د افغان سوداګرۍ کمیشنر ډاکټر میرویس یوسفزی ، پاک افغان ولسي تړون مشرتابه ، د پښتونخوا ملی عوامي ګوند ایالتي مشر ارباب مجیب الرحمان د غونډي میلمانه ول  په دې سربېره  د افغان کډوالو د متحدی عالي شورا غړو ، ژورنالستانو ، اسلام اباد  د مختلفو پوهنتونونو محصلینو ، یو شمېر فرهنګیانو ، مدني ټولنو فعالانو ، د خیبر پښتونخوا د مختلفو پوهنتونونو افغان محصلینو او افغان میرمنو پکې ګډون کړی وو. د يپل خبرې د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس ډاکټر ابراهیم خان ځاځي وکړي ګډونوالو ته یې مبارکی او میلمنو ته یې  ښه راغلاست وویل . له هغه وروسته د پیښور پوهنتون د فزیک پوهنځي رئیس پروفیسر ډاکټر یاسین ،  د باچا خان د تعلیمي ټولنې رئیس پروفیسر خادم حسین دواړو د  افغانستان د خپلواکی بېرته اخېستلو په تاریخ باندې رڼا واچوله ، له ویناوو وروسته شاعر او لیکوال د جلاال اباد د اطلاعاتو او کلتور پخوانې رئیس ښاغلي غمشریک په دې برخه کې د محصلینو هڅې وستایلی ، د پروګرام په وروستۍ برخه کې د قومي وطن ګوند فرهنګي مشر ډاکټر سید عالم یوسفزي یو څو انقلابي او زړه راښکونکې نظمونه واورول او سندرغاړي  استاد انځر ګل انقلابي له لورې  سندري هم  زمزمه شوې پروګرام د کیک په کټ کولو او د افغان محصلینو په اتڼ پای ته ورسېد .