په خوست کې د خپلواکۍ ۹۶ یمه کلیزه په ملي ولولو سره ولمانځل شوه

 
د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو او د ازادۍ څخه د ملي دفاع ورځې جشن دخوست ښار په ملي لوبغالي کې په پراخو ملي او ولسي ولولو سره ولمانځل شو.
د زمري د اته ویشتمې لپاره دښه چمتوالي په موخه  ولایتي ادارې اونۍ وړاندې ځانګړي کمیسیونونه ګمارلي ول ، ترڅو دخوست ښارپه سړکونو،څلورلارو،واټونو او همداشان په ملي لوبغالی کې  ملي بیرغونه، د افغانستان د خپلواکۍ د ستورو او نومیالیو غازیانو عکسونه  او د همدې ورځې په ویاړ ځانګړي ملي شعارونه ترتیب او نصب کړي.همدا لامل وو چې په خوست کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۶ کلیزه په ډېرو شاندارو او پرتمینو مراسمو سره ولمانځل شوه.
پدغه جشن کې د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي، د ولایتي ادارې ملکي او نظامي مسوولینو او د ولایتي شورا وکیلانو ترڅنګ د خوست د مرکز او ولسوالیو څخه زرګونو قومي مشرانو،دیني عالمانو،روڼ اندو،مدني فعالانو،د خصوصي او دولتي ښوونځيو زده کوونکو،ښوونکو، استادانو،محصلانو اومعیوبینو ګډون کړی وو.
په پیل کې د لوژ مخې ته د افغان ملي امنیتي ځواکونو دنظامي قطعاتو لخوا پوځي پارېټونه اجرا شول او وروسته د پوهنې ریاست اړوند د بېلابېلو دولتي او خصوصي ښوونځيو زده کوونکو،ورزشکارانو او د شېخ زاید پوهنتون محصلانوپه زړه پورې پارېټونه ترسره کړل، خو یاد پروګرام هغه وخت لا پسې جالب شو کله چې یو شمېر سپین ږیرو او مشرانو د پخوانیو ټوپکونو او تورو سره یو ځای د لوژ مخې ته پارېټ ترسره کړ.
 
C:UsersDotComDownloadsKhost Esteqlal.jpg
 
وروسته خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د مراسمو برخوالو ته وینا واوروله.
ده د خپلو خبرو په لړ کې د مرکزي حکومت د مشرتابه او ولایتي ادارې په استازیتوب د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له امله ګډونوالو ته مبارکي وویله او ویې ویل ویاړم چې افغانانو دتاریخ په اوږدو کې له خپلې خاورې،ځمکنۍ بشپرتیا،ارضي تمامیت،ملي او اسلامي ارزښتونوڅخه په کلکه ساتنه اودفاع کړي اوهر یرغلګر قوت چې د افغانستان ملي او اسلامي ارزښتونو ته په بده سترګه کتلي افغانانو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی.
ده وویل موږ په دې ځای کې نه یوازې د خپل ګران او سرلوړي هېواد د خودمختارۍ او ازادۍ ورځ لمانځو، بلکې د خپلو غازي پلرونو او نیکونو د هغه ستر شهامت او زړورتوب ستاینه کوو چې خپلو راتلونکو نسلونو ته يې د سر او مال په سترې قربانۍ دا ملي ویاړ ګټلی او خپلو راتلونکو نسلونو ته يې په میراث پرې ایښی دی.
خوست والي زیاتوله زموږ مشرانو دا درک کړې وه، تر څو چې هېواد يې د پردیو له اسارت او محتاجۍ ونه ژغورل شي، په بنیادي توګه د دې هېواد د عمراني او عرفاني پرمختګ له پاره کار نه شي کیدای او نه دلته خلک د عزت او ارام ژوند کولای شي.
دوی د همدې سترو هدفونو له پاره د ازادۍ نعره پورته کړه او د یرغلګرو پر ضد يې تورې ته لاس کړ او تر هغه په کرار نه شول، څو چې غلیم دښمن يې په ټوله مانا خپلواکي په رسمیت وپيژنده.
ده وویل موږ ویاړونه لرو، خو له بده مرغه د دې بریاوو څخه مو ګټه نه ده اخیستې، تر اوسه هم موږ هره ورځ شهیدان او ټپیان ورکوو، د هېواد زیربناء او روبناء مو صدمه ویني، د نړیوالې ټولنې په مرستو متکي یو، هېوادوال مو غریب او بې وزله دي، خلک مو د ژوند له اساسي اسانتیاوو بې برخې دي.
نوموړي د خپلې وینا پرمهال په کابل کې وروستي وحشیانه بریدونه په سختو ټکو وغندل او ویې ویل دا بریدونه د دې څرګندونه کوي، چې د هېواد قسم خوړلي دښمنان مو په وینو او مصیبتونو نه دي ماړه.نو په همدې اساس یې په ولسونو غږ وکړ چې د امنیت،سولې او ثبات په ټينګښت کې د ملي او اسلامي مسوولیت پربنسټ پراخه همکاري وکړي.
ورپسې د نظامي ځواکونو په استازیتوب امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت خبرې وکړې.
ده وویل دزمري اته ویشتمه د افغانستان په تاریخ کې هغه  له ویاړه ډکه ورځ ده،چې زموږ نیکونو او پلرونوپدې ورځ له ډېرو قربانیو اوسرښېندنو وروسته خپل هېواد ته دخپلواکۍ ویاړ ور په برخه کړی دی.
غیرت دخوست خلکو ته ډاډ ورکړ چې ټول ملي امنیتي ځواکونه په لوړ مورال او قوي عزم سره چمتو دي چې دافغانستان له لوېشت ، لوېشت خاورې ،اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د خپلو نیکونو او پلرونو په شان په پوره زړورتوب سره ساتنه او دفاع وکړي.
د ولایتي شورا په استازیتوب وکیل قمرعلي لکڼوال د خپلو خبرو پرمهال دخوست خلک پدې وستایل چې په خپل پراخ ګډون سره یې د خپلواکۍ ورځې ته ځانګړی اهمیت ور په برخه کړی دی.
ده د ولایتي ادارې هم مننه وکړه چې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۶یمه کلیزې لپاره یې اغېزمن تدابیر نیولي او دا ورځ یې په خاصو پروګرامونو سره ولمانځله.
وکیل قمرعلي لکڼوال دخوست په خلکو غږ وکړ چې پخپل منځ  کې یو موټی واوسي،په کلیو او بانډو کې قومي یووالي او د ثبات ټینګښت ته لازمه توجه وکړي.
د مېرمنو په استازیتوب د ولایتي شورا وکیلې اغلې زهراجلال هم لنډې خبرې وکړې.دې وویل تاریخ ثابته کړي ده چې په هره خپلواکي کې افغان مېرمنو مهم رول لوبولی او د خپلو نارینه وروڼو ترڅنګ اوږه په اوږه درېدلي دي.دې پېغلې ملالې ته اشاره وکړه چې د هغې په یوه ټپه افغان زلمیان په جوش راغلل او دښمن ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.
د ویناوالو او همداشان د انجونو او هلکانو له ترانو وروسته د هېواد نامتو سندرغاړي استاد ګل زمان،د جنوبي پښتونخوا څخه راغلي مېلمه هنرمند وحید اڅکزي،سردارسعید، عاش ساهو او نورو هنرمندانو د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په ویاړ ملي اوحماسي سندرې زمزمه کړې.
د وحید اڅکزي او استاد ګل زمان هره ملي او وطني سندره د برخوالو لخوا په شعارونو او پرلپسې چکچکو سره بدرګه کېدله. همداراز یو شمېر ځوانانو او مشرانو د پروګرام په وروستۍ برخه کې په زړه پورې ملي اتڼونه هم ترسره کړل.
 
نېټه : ۱۳۹۴-۵-۲۸