خـــير کـــه غريبان يو يا کوو په سادګۍ کې ژوند
ګلـــه ! جنت بويه د ضمــــــير په ازادۍ کــې ژوند
وار دی د طبعيت د خنديـــدو جـــــانانه زور کــــــوه
ښه په شرنګ غږېږي د سپرليو په شپيلۍ کې ژوند
ځي ورپسې واړه ژوندي سري د اميد پر پښــــــو
سپور دکاينا ت د ښکلا ګانو په بګۍ کـــــې ژوند
ته زما د روح د غوټۍ شونډو کې خوږه موسکا
ته لکــــه هنر زمـــــا د درد په موسيقـــۍ کې ژوند
دا مو د حــــيا سمبـــول دی د ا مو دسينګار ګاڼه
تاته لـــوپټه کــــې ژوند او ماته په شړۍ کــې ژوند
نن به دې جـــلانه غرنی خوی رومنتيک کــــــــړمه
کېنه چې د ژبې غوندې درکړم په خولګۍ کې ژوند
سيدجيلاني جلان
يادونه: دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب نه راخيستل شوى دى
وروستي