د سهيل ختيز زون ولسي شورا  د لويې غونډې پرېکړه ليک

بسم الله الرحمن الرحيم
 
د زمري ۲۳، د جمعې په ورځ د سهيل ختيز زون (پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر، غزني، ميدان وردګ او کوچيانو) په سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، جهادي شخصيتونو، د ملي شورا غړو، مخورو شخصيتونو، مدني فعالينو او ځوانانو په کابل کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د سهيل ختيز زون ولسي شورا جوړېدل اعلان کړل. په غونډه کې د دې تر څنګ چې د شورا پرجوړښټ، اهدافو او پلانونو رڼا واچول شوه او د شورا د جوړېدو په ملاتړ ويناوې وشوې، د غونډې په پای کې ګډونوالو لاندې ټکي د پرېکړه ليک په توګه تصويب کړل:
-          څرنګه چې افغانستان يو ځل بيا د خپل تاريخ په ډېر حساس او ستونزمن پړاو کې دی او د جګړې اور ورځ په ورځ خپرېږي، موږ د افغانستان پر ټولو قومونو غږ کوو، چې يوازې يووالی او ټينګ اتحاد  کولای شي موږ له روان ناورين څخه وژغوري. موږ له خپلو ټولو هېوادوالو غوښتنه کوو، چې د خپلو ځانګړو قومي او سيمه ييزو ګټو پر ځای د ټول هېواد پر ملي ګټو فکر وکړي او لومړيتوب ورکړي. زموږ په اند د ملي ګټو په تأمين کې د هرې سيمې، هر قوم او هر افغان ګټه ده.
-          سوله د افغانستان لپاره حياتي ارزښت لري، له سولې پرته به زموږ د سياسي، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ټولې لارې تړلې وي. موږ پدې برخه کې لومړی د افغانستان په حکومت کې پر واکمنو ډلو غږ کوو، چې د سولې اړوند يو واحد دريځ او دقيقه ستراتيژي غوره کړي، څو هم افغان ولس د ناڅرګندتيا او ناهيلۍ له حالت څخه راوځي او هم وسله والو مخالفينو ته د دولت دريځ روښانه وي. موږ پر واکمنو ډلو دا غږ هم کوو، چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې تر ټولو غوره ځواب د نظام پياوړتيا ده. زموږ غوښتنه دا ده چې د قومي ملېشو پرځای پر خپلو ملي امنيتي ځواکونو تکيه وکړو او د يوه قوم يا سيمې د حقونو پر ځای د ټول افغان ملت له ګټو دفاع  وکړو، که نه ښايي موږ پخپله د نظام د کمزورتيا لامل شو.
-          موږ پر هغو وسله والو مخالفينو چې ځانونه افغانان ګڼي غږ کوو، چې د سولې لپاره د جدي خبرو وخت رارسېدلی او ملي، سيمه ييزه او نړيواله فضا د سولې لپاره چمتو ده، راځئ چې د ملي پخلاينې له لارې پرديو لاسوهنو ته د پای ټکی کېږدو او پخپل لوی کور کې د سرلوړي او سوکاله ژوند لپاره ګډ کار وکړو. موږ وړانديز کوو، چې د سولې د پيلامې په توګه لومړی جګړه د ملکي ژوند له ډګر څخه بهر وايستل شي، ورپسې اوربند ټينګ شي او بيا د سولې خبرې په تدريجي ډول خپل هېواد ته را انتقال شي.
-          موږ په جګړه کې د ملکي تلفاتو زياتوالي ډېر اندېښمن کړي يو او هره هغه کړنه چې د ملکي تلفاتو پر وړاندې بې پروايي ښيي په کلکه غندو. زموږ په اند دا ډول بې پروايۍ نور د بښلو وړ نه دي او که د هر اړخ له لوري وي، بايد پوښتنه يې وشي او عاملينو ته يې سزا ورکړل شي.
-          موږ پر نړيواله ټولنه او ځانګړې توګه امريکا او ناټو هم غږ کوو، چې نوره د ناخبرۍ تمثيل پايته ورسوي. د ترهګرو ځالې، د تمويل سرچينې او د هغوی ملاتړي څرګند دي، که په رښتيا جګړه د ترهګرۍ پر وړاندې وي بايد د ترهګرو پر ملاتړو فشا راوړل شي، بنديزونه پرې ولګول شي او نومونه يې د ترهګرو هېوادونو يا ډلو په لېست کې شامل شي. که چېرې ناټو او امريکا د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې بيا هم چوپ پاتې کېږي، زموږ دا شک به په يقين بدل شي چې دا لوبه د دوی په خوښه روانه ده.
-          موږ پر ګاونډيو هېوادونو او ځانګړې توګه پاکستان غږ کوو، چې که چېرې پخپل دريځ کې صادقانه بدلون رانه وړي، د جګړې اور به ډېر زر له پښتونخوا څخه سند، پنجاب او ټولې سيمې ته خپور شي او خدای مه کړه بيا به يې کابو کول ناشوني وي. زموږ وړانديز دا دی چې راځئ د دښمنيو او دسيسو پر ځای د سيمې په کچه د اقتصادي همکاريو او اتحاديو له لارې د خپلو خلکو د نږدېوالي، ورورولۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړو.
-          د نوي حکومت له جوړېدو نږدې يو کال تېرېږي، خو لا هم ډېرې چارې نيمګړې پاتې دي او له کبله يې د هېواد په سياسي او اقتصادي وضعيت کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي. موږ په حکومت کې له واکمنو ډلو غوښتنه کوو، چې پدې حساسو شرايطو کې د خپلو تنظمي ګټو پر ځای د هېواد پر ملي ګټو فکر وکړي او د خپلمنځي سياليو پرځای د تفاهم او همکارۍ رويه خپله کړي. موږ ټينګار کوو، چې نيمګړو چارو ته جدي پاملرنه وشي او له ژمنې سره سم د اداري فساد پر وړاندې منظمه مبارزه پيل شي، د خلکو اقتصاد ته توجه وشي او د کارونو له ايجادولو سره د زرګونو ځوانانو د تېښتې مخه ونيول شي.
-          د حکومت کدري سياست زموږ د ډاډ وړ نه دی او لا هم اړيکو ته تر وړتيا او صداقت زياته ترجېح ورکول کېږي. موږ ګورو چې يو شمېر کسان له تېرو ديارلسو کلو څخه د يوې ادارې او يا ولايت مشري پر غاړه لري، چې له بده مرغه د انحصار، فساد او حتی بغاوت زمينه يې برابره کړې ده. موږ غوښتنه کوو، چې د ښې حکومتوالۍ په موخه بايد د نورو ادارو او ولايتونو په څېر په دغو انحصاري چوکيو کې هم لازم بدلون راشي.
-          زموږ د پوهنې نظام په ټوليزه توګه جدي ستونزې لري. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د تړلو ښوونځيو په پرانيستو کې ځانګړې هڅه وکړي او په لومړي ګام کې هغه ښوونځي پرانيزي چې د فساد له کبله تړل شوي دي. موږ له وسله والو مخالفينو هم غوښتنه کوو، چې ښوونځيو ته د ملي شتمنيو او بنسټونو په سترګه وګوري او نه يوازې دښمني ورسره ونه کړي، بلکې تر خپلو اغېز لاندې سيمو کې يې له پرانيستو سره مرسته وکړي.
-          پدې وروستيو کې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش خبره کېږي. که چېرې برېښنايي پېژند پاڼې زموږ د ملي هويت ښکارندويي ونه کړي، موږ يې له وېش سره جدي مخالف يو. د دې تر څنګ موږ ټينګار کوو چې د پېژندپاڼو د وېش واک دې هم د کورنيو چارو وزارت په څېر له يوې سياسي ادارې څخه واخېستل شي او يوې داسې خپلواکې ادارې ته وسپارل شي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو او باور وړ وي. همداراز په هېواد کې د بشپړ امنيت تر ټينګېدو پورې موږ د دې مخالف يو چې د ټاکنو په څېر مهمې ملي پروسې د دغو پېژندپاڼو له مخې ترسره شي.
په پای کې د سهيل ختيز زون ولسي شورا ژمنه کوي، چې تر خپله وسه پورې به د سولې په راوستو، ملي تفاهم او يووالي، ښې حکومتوالۍ، ملي ويښتيا او د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په برخه کې له حکومت او د هېواد له ټولو وروڼو قومونو سره په ګډه کار او مرسته کوي.
و ما توفيقی الا بالله