
اې دحسن ســــــــمنـــــــــــــدره
دخـــــــــوبـــــــــــــــــانو معتبره
پـــــــه فراق دې جهان غرق کړو
پـــــــه وصال دې کړو تــــرسره
چــــــي راوپــــــــــاڅي روڼاسي
ټــــــول ویرونــــــه مي فنا سي
پــــــــرهـــــرونه مي ویده سي
خــــــــــپل قاتل مې مسیحا سي
جـــــــــهان پرېږده څو ویرونه
دژوندیــــــو قبــــــــــرستان دئ
ټــــــول بـې حسه بې احساسه
انسان څه سوئ پوه حیوان دئ
دګلونــــــــــــوپـــــه جهان کې
ښــــــــــــــکلي سترګي ددلبره
چــــــــي دغـــم سایه وي لیرې
پـــــــه سهارپـــــــــــه مازیګره
چــــــي ویرونه درنـــــه واخلي
خـــــــــوشحالي په خندا درکړي
تـــــــــه ازغــــئ دچا دسترګو
خــــــو دلبردې دزړه سرکړي
داخندایه درست جــــــهان دئ
دســـــــروراو دمستـــــــــــــۍ
هـــــم ساقي دئ هم شراب دئ
یـــــــــــــوه نشه ده دځــــوانۍ
چي هر رګ دې مستي واخلي
ټـــــول وجــــودسي مینه مینه
داجهان یـــــې صدقه سه
کــــه یو داسي جهان وینه
مولوی همایون خان کاکړ/ مسلم باغ