کونړ: دسیدجمال الدین افغان پوهنتون دلیلیې اوکرهنې پوهنځي ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې

نیټه۲۲  /  ۵/ ۱۳۹۴
 
دلوړو زده کړو او نشه یې توکوسره دمبارزې وزارتونو  د دوه میلونه امریکایې ډالرو په لګښت دلیلیې درې بلاکه چې (۱۰۵) خونې لري  اودکرهنې پوهنځي درې پوړیزه ودانۍ  چې (۹۵) خونې لري دلوړو زده کړو وزارت وزیرې اغلې  فریده مومند ، کونړ والي وحیدالله کلیمزي اونورو مشرانو په لاسونو دپټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دلوړو زده کړو وزارت وزیره چې لومړي ځل کونړ ته راغلې دکونړ والي اونورومشرانوله خوا ورته ښه هرکلې وویل شو لومړې یې د ولایت په مقام کې د کونړ والي اوخلکواستازو سره ناسته وکړه او ورو سته یې  د دیني عالمانو،ځوانانو،قومي مشرانو مدني فعالانو اومعارف پالو په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې ولایت مقام له خواجوړه شوې وه.  
 
12
 
دکونړ والي وحیدالله کلیمزي  دلوړو زده کړو وزارت له وزیرې او ورسره پلاوي مننه چې کونړته راغلي  اوترې وی غوښتل چې کونړ ته خپله توجه زیاته کړي نوموړي وویل سیدجمال الدین افغان پوهنتون پنځه پوهنځي لري چې درې یې ودانۍنه لري ښځینه لیلیه ، احاطوي  اواستنادي دیوالونه دیوالونه لري  او زده کړیا لان یې له ډیرو ستونزو سره مخ دي دلوړو زده کړو زارت دې دغه ستونروته جدي پاملرنه وکړي .دلوړو زده کړو وزرت وزیرې اغلې فریده مومند هم غونډې ته وینا وکړه او دانجونو لیلیې  ،احاطوي اواستنادي دیوالونو د جوړیدو او ښځینه ښوونکو دظرفیت لوړونې په برخه کې دهمکارۍ   ژمنه یې وکړه .