په کوز او بر کې نن بی شميره انسانان مري
له هرې خوا نه افغانان مري
څوک د طالب څوک د ترهګر په نامه
څوک داجير څوک دنوکر په نامه
زموږ زاړه زموږ تنکي، تنکي ځوانان مري
له هرې خوا نه افغانان مري
دنيا روانه ده کیهان لټوي
په علميت کې ټول جهان لټوي
زموږ مکتب زموږ شاګرد پوه استادان مري
له هرې خوا نه افغانان مري
موږ انسانيت او عد ا لت يادو
موږ تل انصاف او صداقت يادو
خو په عمل کې هم منصف هم مسلمان مري
له هرې خوا نه افغانان مري
تر څو به خپل ميځ کې جنګونه کوو
د بل په لمسه ورور وژنه کوو
څه بی حسابه مو تورسري ، ماشومان مري
له هرې خوا نه افغانان مري
دلته کې مينه محبت مري
دلته افغان دلته همت مري
دلته ناهيد او د نازو انا لمسيان مري
له هرې خوا نه افغانان مري
راځی ای ټولو ډلو ډلو خلکو
په بيلو لاروويشل شوو خلکو
که يولاس نشو هم وطن هم موايمان مري
له هرې خوا نه افغانان مري
-------------------------------------------
سميع الدين افغانی
٤ - ٨ - ٢٠٠٩
وروستي