د بزکشي لو به ( وزلوبه )

څه عجيبه ساعت تيري ده
بز کشي ده بزکشي ده
 
د حلال په دايره کې
په همدې حساس موقعه کې
پروت و زګوړی طلا يي ده
بز کشي ده بزکشي ده
 
د حلال د دايرې نه
راټول شوی دې حلقې نه
ښي ا و چپ ډلو سيالي ده
بزکشي ده بزکشي ده
 
وحشی لوبه ده چالانه
کشمکش له هرې خوانه
چه د خان په اس څوک ځغلي
د همغو کاميابي ده
بزکشي ده بزکشي ده
 
اې ددې لوبې حاميانو
تنو مندو بزکشانو
د وزې په جګيدو مو
کړه قبوله خود کشي ده
بزکشي ده بزکشي ده
 
بز کشي ځانله هنر دی
هر څوک کله ترې خبر دی
اوريدلي به چا نوي
د چهل دزدو فکاهي ده
بز کشي ده بزکشي ده
 
خلک حيرانه او ابتر دي
د خپل ځانه بې خبر دي
که څوک لږ پکې دخيل شي
بيا نو سمدم بې ابي ده
بز کشي ده بزکشي ده
 
دا چې سيل يې بې پيسو دی
چانس د ځوان او د زړو دی
که جا هل پکې کامياب شو
بيانو جوړه خرابی ده
بز کشي ده بزکشي ده
 
اوس خو خلک دي خوشاله
د بزکشو د کماله
چې سبا ته به څه کيږی
نا معلومه شان بازي ده
بز کشي ده بزکشي ده
 
دا یو نيم پکې مکاردی
خدای وهلی بې روزګاردی
وی چې ځان پکې شريک کړه
د وزلوبې سات تيري ده
بز کشي ده بزکشي ده
 
يوه ډله ده کاذبه
کور او کلي کې فاسده
که هغه چرته چانس راوړي
بيانو جوړه ګډوډي ده
بز کشي ده بزکشي ده
 
عجيبه چاپ اندازان دي
څوک قوي څوک ضعيفان دي
څوک جاسوس د بل د ټيم دي
وايي دا ديمو کراسي ده
بز کشي ده بزکشي ده
 
بزکشي زموږ کلتور دی
ګرزيدلی مو غرور دی
شي که خلا صه دا سيالي نن
سبا بيا همدا خواري ده
بز کشي ده بزکشي ده
 
خدای که ښه بزکش کامياب کړي
چه سيل بين ټول پرې حساب کړي
چې که ښه بزکش کامياب شو
بيا د ټولو خوشالي ده
بز کشي ده بزکشي ده
 
دا وزه د هغه مال دی
چې مغرور په خپل کمال دی
لوی بادار ورته ساتلی
ښکلی کپ رنګ طلايي ده
بز کشي ده بزکشي ده
-----------------------------
سميع الدين  افغانی
٢٨  -  ٧  -  ٢٠٠٩