مهترلام د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې لري او پانګوال باید چې په دې ښار کې پانګونه  وکړي. عبدالجبار نعیمي

 
لغمان والي عبدالجبار نعیمي په مهترلام ښار کې د لومړي ځل لپاره د نوي جوړ شوي سوداګریز ځمکتلي (زیرزمیني) چې څه دپاسه ۵۵ نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د پرانیستې پر مهال وویل چې مهترلام ښار د پانګونې لپاره هغه ټولې لازمې اسانتیاوې لري کوم چې پانګوال ورته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه چې خصوصي سکتور او ملي سوداګر باید د بې کارئ د کچې د راټیټولو او بې روزګاره خلکو ته د کار د زمینې په برابرولو کې دلته خپله پانګونه وکړي او دا ځمکتلی د هغوی  د کار د سمبالښت لپاره یو مناسب چاپیریال دی.
دا زیر زمیني چې د مهترلام ښاروالۍ او هیواد مشترکه ساختماني شرکت تر منځ  له قرارداد وروسته د خصوصي سکتور په پانګونه د یوه کال په موده کې جوړه شوې،( ۳۰ )متره پراخوالی،( ۶۰ )متره اوږدوالی او ټول ۷۲ بابه دوکانونه لري.
قراردادي شرکت به د ۳۰ کلونو پورې د دغې ځمکتلي کرایه اخلي او په دغه موده کې به د کال یوازې د کرایې لس سلنه مهترلام ښاروالۍ ته ورکوي او تر ۳۰ کلونو وروسته بیا دا د ښاروالۍ ملکیت ګڼل کیږي او قراردادي شرکت په کې کومه ونډه نه لري.
***