د ځوانیمرګې کلیوالې لومړی اختر

 
نیټه: ۱۴/۰۵/۱۳۹۴
دایو  څرګند حقیقت دی، چې مرګ او ژوند د څښتن تعالی په واک کې دي، چی هر څه هغه وغواړي؛‎ هغه کیږي. دلته غواړم، د هغې کلیوالې، چې د ژوند اتلسم پسرلی یې لانه وه پوره (بشپړ) کړی؛ د یوې ناځوانې بیمارۍ قرباني،  تورو خاورو خپله او پاتې کورنۍ یې د غم په ټغر کینوله.
دغې ځوانیمرګې انجلۍ د هېواد په لرې کلیواله سیمه کې ژوند کاوه  هلته؛ چې انجنو ته د ښوونې او روزنې بسیا اسانتیاوي لانه وې چمتو شوې، خو ددې ستونزو او هر اړخیزو فشارونو سره سره بیاهم دغې له قلم سره د مرګ تر شیبې پورې مخه ښه ونه کړه او خپلې ثانوي زده کړې په همدې کلیواله سیمه کې تر سره کړې. دې د خپلو درسونو په خوا کې له شعرونو او نورو ادبې فعالیتونو سره له کچې وتې مینه درلوده، چې لازیات شعرونه یې په خپله کتابچه کې، په نااصلاح شوې بڼه پاتې، خوخپله د اصلاح لپاره نشته، اوس یې د مړیني لومړنی اختر دی، خو دا چې د هغې په کور کې څه تیریږي لاندې څو کرښې، چې د هغې د کورنۍ ویر پکې انځور شوی، که وخت لرېْ په لوستولو ارزي.
ځوانیمرګې! نن اختر شته، خو خوشحالي نشته او دا لومړۍ ځل دی، چې ستا کورنۍ اختر په زړو جامو کې تیروي. پرته د اوښکو تاته نور هېڅ نه لری، هغې مورجانه کې هغه پخوانۍ خندا نشته، هغه بیخې ناهیلې شوېده. هغې ته ننی اختر لکه د پخوا هغسی ندی. هغه اوس په هغه ځای کې نشته؛ چېرته به چې تا او نورې کورنۍ ته د اختر مبارکۍ به طمعه ناسته وه. هغه اوس د کور په یو لرې ګوډ کې ستا په بیلتون اوښکې تویوي او ستا لومړۍ اختر په ژړا لمانځې، ستا د بیلتون ویرکوي او په ټپو کې دې زمزمه کوي. هغه د هېچا خبره نه مني، ستا خیالونو لیونۍ کړې ده او داسې انګېري چې د زړه ټوټه یې نشته. په رښتیا اولاد ډیر خوږ وي الله پاک دی پرې و رحمیږي.
د خوبه نه ورکې انجلۍ! ستا هغه منځنی ورور ته ستا بدیل نشته. ځای دې خالي دی او سوګند یادوي، چې هره جمله د اوښکو په بدل ستا په یاد کې لیکی. په هره جمله کې ستا تیر یادونه انځوروي او هغه د قلم په ژبه لیکي. هغه د اروا پوهانو کیسه چي وايي؛ د کورنۍ غړي د انسان د بدن په څیر دي. کله چې د بدن یو غړی څه ستونزه ولري؛ په دی معنی چی ټول بدن ورسره نا ارامه کیږي. همدا ډول که د کورنۍ یو غړی څه ستونزه ولري؛ نو ټوله کورنۍ ورسره په ستونزه کې وي. ګرانې ته هغه له لاسه ورکړې یې او ډیر در پسې زوریږي. ستا د مړیني لومړی اختر ستا په بیلتون کې تیروي. په دې پوهیږي چې په ژړا ته نه ژوندۍ کیږی.  څه وکړي د یواځیتوب احساس کوي، داسې فکر کوي لکه څه چې ورڅخه ورک شوي وي. ده ته ستا د غم سره سره د مور او پلار نا ارامي غبرګه ده. هغه که څه هم لیکوا ل ندی، خو د ژوند لومړۍ لیکنه یې ستا په بیلتون کې ده. په لیکلو سره یې روح ارام وي او غواړي؛ چې ټول عمر ستا په هکله لیکنې وکړي. ننی اختر دې نه شي لمانځلی، په زړه کې د غم توره کرښه تېره ده ، هغه به څنګه پاکه شي. ستا شعرونه هغه زوروي او د اوښکو د مزاحمت له امله یې نه شي لوستلی. انځورونه دې شته خو ورته کتلای نه شې. خپل نصیب نه ګیله من دی، د سږني اختر د تیرولو سوچ کوي، چې څنګه به تیر شي. په دې اختر کې به ستا پر ځای له چا سره اختر مبارکي وکړي. پوهیږي چې بدیل دې نشته، ته ورکه یې، ته اوس نه یې، ستا ځای هغه ته تش دی. ستا نوم شته خو شتون نه لرې. ستا هغه راډیو ته یواځې ناسته د هغه نه هیریږي؛ چې د شعرونو دکلمو او نورې ادبي خپرونې دې پرې اورېدلي، اوس هغه ستا راډیو نه شي لیدلای، هغه یوازي ډېره بدرنګه ښکاري. ته خو پوهېږې چه هغه ستا مقبرې ته نه شې را تللای، چې الهدی دې و ټکوي او اختر مبارکې درته درکړي. بس له لرې ځایه څخه درته د مړیني لومړي اختر مبارکي وايي او په ټوله کې ورته سږنی اختر له غمونو ډک اختر ښکاري. الله پاک دې جمیل صبر ورکړي.
ځوانیمرګې! هغه پلار جان چې دې په عادي خبره په قهرېده، اوس یې هغه قهر نشته ، غمونه دې ډېر ډېر ژړولی. بس هک پک ښکاري، قهر او غصه یې ستا نه شتون په کونړي سیند لاهو کړي. چی وې ګورې؛ له سترګو یې اوښکې روانې وي، له خپل قسمت نه ګیله من دی. بس نفلونه، لمنځونه او عبادتونه کوي، ترڅو دغه ناورین بیا را غبرګ نه شي. الله پاک دې حوصیله ورکړي.
ګرانې! هغه مشر لالا دې حیران دی، چې په سږني اختر کې ستا پر ځاې چاته جامې واخلي، ډېر خوابدی دی، ستا یادونه نه شي زغملی. د سترګو اوښکو یې دسمالونه لانده کړی. په ژوندانه کې یې ستر ناورین  رامنځته شوی. فکر کوي چې دغه بدنصیبه ورځ یې د ژوند ستره خاطره ده؛ چې دې ېی لمانځي.
د کور نازولې! هغه وړوکی ورور دې، چې تا غوښتل قران مجید پرې له سره یاد کړې، هغه ستا له مرګ نه وروسته په کور کې اوسیږي او ته یې ډېره یادېږې. هیچاته خپل زړه نه شي تشولاې. ستا یادونه ورته ډیر زورونکي دی، هغه ته ستا لرې والی یوه افسانه ښکاري. دده ځواب خو تاسره شته ځکه؛ چی هره ورځ یې غږ اورې؛ هغه ستا د قبر تر څنګ تیریږي او ستا تېر یادونه تر کورس پورې زمزمه کوي.
کلیوالې! ته پوهیږې،هغه دواړه خویندې دي تا پسې څومره ژړیږې، هغوی ته سږنی اختر بدرنګ ښکاری او ډیر نا ارامه برېښي، د دریم ژوند پسې ژاړي او خپل  ځانونه یواځی احساسوي. څه وکړي او چاته و لاړشي، هره خوا چې ګوري؛ د اوښکور ډګې شترګې دي. د کور نورو غړو ته نه شي کتلای. دوی تا غواړی او نه شی کولای، چې د کورنۍ نورو غړو ته تسلیت ورکړي، ځکه چی ددوی دغم اوښکې ددې جوګه نه دي؛ چې بل چاته د اوښکو نه تویولو قناعت ورکړي. هغوی وایي؛ چې سږ کال مونږ څنګه د ستا له شتونه پرته بل چاته اختر مبارکۍ ته ولاړشو، سږنی اختر کې  هغوی د هیڅ کوم خپلوان کورته نه ځي، ستا ویر کوي اوبس ....
ځوانیمرګې کلیوالی! همزولې، ټولګیوالې او نور ټول خپلوان دې دغه اختر په غم کې تېروی، ستا د نه شتون احساس کوي د هغوې سترګې د اوښکو ځنې نه وچېږې. ټول راغلي خو ته نه یې ، هغوی ته سږنی اختر ستا د غم قرباني ګرځېدلی، ډېر کم حوصیله شوې، ستا پلار ، ورونه، او نورو ته نه شي کتلای. هغوی ستا عکسونو،شعرونو او نور ادبې ټوټو پسې ګرځي څو ستا د تېرو یادونو تنده پرې ماته کړي. بس هغوې دي دغه ټپیزه ژړا کې زمزمه کوې.
مکتب خلاصیږې ، زه ژړیږم
بس له ملګرو، جدا کیږم
احدي، څنګه به صبریږم
همزولو زه به خو مړه کیږم
ستاسو یادونه به ما خاورې ایرې کړینه
شاعرې! ته خبره یې ستا وریندارګانو په دې کور کې، لومړی د غم اختر لمانځي، ستا یادونو ډېری کړولې او دردولې او ستا بیلتون ورته سخت تمام شوی، دوی هڅه کوي چې سږنی اختر هم د تېر پشان تیر کړي، خو نه شي کولای؛ ځکه چې ددې کورنۍ هغه کلیواله اوس نشته، هغه تورو خاورو خپله کړې، بس ژړا ده او ستا تیر یادونه.
لاندې شعر د خپل مورجانې لپاره لیکلې، چې ورته واېی زما رنځ د رغیدو نه دی.


مورې
ستا احسانونه،بلا ډېر شول موری
زما زړګي کې، سومره خور شول موری
زما خو ټول ژوندون، ارمان ارمان دی
تل په سلګو او په ګریان ګریان دی
اوس مې د زړه له درده وینی ساڅی
له سترګو سترګو نه می سپینی ساڅی
په رنځ اخته یم، روغه نه شوم موری
علاج می ونه شو، نسکور شوم موری
ما طبیبانو ته چې،  بونه ځی نور
هغه د علم ډاکټرانو ته مې بو نه ځی نور
منم اولاد دی یمه حق لرمه
چې نه رغیږم څه حجت لرمه
راباندی ډیر ډیر مهربانې موری
راته خوږه لکه ایمانی موری
ستا شوګیرې راته یادیږی ګرانې
زما نه کله به هیریږې ګرانې
ماته خپل ژوند هیڅ خوشحالې رانکړه
بغیر له غم یی زندګې رانګړه
ژوندون مې ټول په غم نیمګړې شولو
د رنځ رنځور په څیر بې کلې شولو
دا دي، بې ننګه بیمارې د لاسه
د ستړی ستړی دنیاګې له لاسه
ډیر اسویلې کړم رنګ مي زیړ شو ګرانې
شونډې می وچې شولې، سپور شوې ګرانې
نور نو لدې نړۍ رخصت اخلمه
دا ستا په زړه زه اجازت اخلمه
احدی، نشې نور ګوزران ګولې
د پیغلتوب سره ناکام کولې
 
ځوانېمرګې کلیوالې ستر ځواکمن ته لاسونه لپه کووم او تاته د جنت الفردوس او پاتې کورنۍ ته د جمیل صبر هیله کوم، خدای دی مو سوال قبول کړي.
 
په درنښت