د سولې مخ مه نیسی  !!!! د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز / هلمند

 
په هلمند کي قومي مشرانو ،دیني عالمانو ،مدني فعالینواوځوانانو دیوې لویې غونډي پرمهال دسولي دپروسې ملاتړ وکړ اوددولت پروسله والو مخالفینو یې ږغ وکړ چي دسولي په اړه راپیل سوخبرو ته ادامه ورکړي .  دروان کال د زمري میاشتي په ۱۲ نېټه دمدني ټولنو دهمږغۍ مرکز په تالارکي دهلمند ولایت سلګونو دیني عالمانو ،مدني فعالینو اوځوانانو دیوې لویې جوړي سوي غونډي پرمهال دسولي درواني پروسې ملاتړ وکړ،پردولت ، اوددولت پروسله والومخالفینو یې ږغ وکړ چي دسولي راپیل سوي خبري ونه دروي اوورته ادامه ورکړي . نوموړو دخپلو څرګندونو پرمهال په هیواد کي دنوي رامنځته سوي ادارې په نوښت دسولي پیل سوي خبري دوسله والو طالبانو سره اغیزمني اوهیله درلودونکي وبللې اوزیاته یې کړه چي افغانان کلونه کلونه دجګړې داور په لمبو کي سوځي ،له جنګه ستړي سوي اونور سوله غواړي . ددوی په وینا کله چي دوسله والو طالبانو دمشر ملامحمد عمر د مرګ راپور خپورسواودسولي په خبرو کي ځنډ راغی نوپه همدې اساس دوسله والوطالبانو نوي مشرملااختر محمد منصور څخه غوښتنه کوي چي دسولي خبروته دوام اونور په دې هیواد کي پرافغانانو تحمیل سوی جګړې ته دپای ټکی کښیږدي .
 
C:UsersAdminDesktopgggg.jpg
 
د غونډي د پیل وینا د مدني ټولنو د همږغی د مرکز د مشر فرهاد داوري لخوا وړاندي سوه . د نورو ویناوال تر څنګ
مدني فعال او د پوهنتون استاد بریالي هلمند په خپلو خبرو کي وویل چي د ډاکټر نجیب الله په وخت کي او بیا د مجاهدینو په دوره کي د سولي ۵ تړونونه او پروسې ځکه بریالی نه وي چي ټولي غاړي پکي ښکیل نه وي ، نو اوس مو له دولت او نورو ښکیلو غاړو څخه هیله داده چي ټول اړخونه باید پدي پروسه کي ونډه واخلي تر څو د تیر غلطۍ بیا تکرار نکړو . په غونډه کي لاندي ویناوالو پخپل وار سره خبري وکړي او د سولي د پروسې پر پیل او اهمیت باندي یې خپر نظرونه وړاندي کړي :
د ولایتی شورا غړي الحاج  مجید اخندزاده
د اطلاعاتو او فرهنک مرستیال   فرید احمد فرهنک
د سولي د دارالانشا ریس انجنیر محمد داود فرهنک
دیني عالم شیخ تقدسي
مولي مهردل
د افغان ملت ګوند ولایتي مشر رشید ناصري
قومي مشر علیشاه خان
قومي مشر سنګینوال
دغه دیني عالمانو ،قومي مشرانو اوځوانانو په یوه خوله په هیواد کي پرسیاسینو، دیني عالمانو اومخورو ږغ وکړ چي نور جګړه دحل لاره نه ده اوباید ټول هیوادوال په ګډه سولي ته لبیک اوهرکلی ووایې