هېڅ نشم کولای

ادبي ټوټه :
فکر مې کولو چې پدې کې به ډير وخت تير شي،  او داسې عادل قاضي به زه چيرې پيدا کړم، چې ما بې ګناه ثابت کړي، که څه هم حقيقت  همداسې وه چې زه بې ګناه وم ، خو بيا  هم پدې باوري نه وم، که چېرې بې ګناه هم ثابت شم، نو زما د بې ګناهۍ  اواز به تر تا څوک دررسوي، ځکه هغه  څوک چې تا ته پيغامونه دروړي، هغه  ټول زما رقيبان وه، او بله دا چې دا راته هيڅ په خيال کې هم نه راتله  چې تاسو به دومره اسانه او ساده ماتې خوری، او په خپلو  کړو به پيښمانه  شی.
خو دا چې اوس  تاسو د ماتې په ميدان کې وينم،  او فرياد کوی، نو يقين وکړه چې دومره  درد مې زړه هغه وخت هم نه وکړی کله چې تاسو زه يو ناقابله انسان  بللی وم، اوس مې زړه ستا د  هر فرياد په اوريدو  داسې خوږيږي،  چې د زړه سالمه برخه مې په زخم  او زخمي برخه مې په ناسور بدليږي،  خو ګومان کوم چې اوبه له ورخه تيرې دي، او پښېماني دې اوس هيڅ ګټه  نلري، ځکه چې زه هم په ډير کم وخت  کې ستا ناکړدو داسې له پښو وغورځولم چې اوس هيڅ د پاڅيدلو نه يم،  د چا مخ نيولو نه يم، اوس زه په مکمله توګه وران شوی يم، بس د هر ارمان د ځنکدن سلګو ته مې غوږ غوږ يم چې کله به ساه تر ې خيژي، نو هيله کوم چې ما غلط  درک نکړی ، او معذورت مې ومنی ،  ډيره بښنه غواړم، اوس هيڅ نشم کولای.
هېواد همت