غزل


دا نن څـــــــه په زړه وړونکــــــي مناجات په کلـــــي راشي
د چــــــــم ليــــــونی ځان کړي منصور ثبات په کلي راشي
تمــــــــغه ېې په پـــــــټکي کې د يوې دنګــــــې دور د زرو
روان وي چــــــــې سر راوړي له مــــــنات په کلــــــي راشي
ټيکری به د عـــــــايشې (رض) مو د ملالو لـــــه سر اخلي
چا وې چــــــې به نــــــو دارنګه حالات په کــــــــــلي راشي
قيضه ېې لاس کې سوسته سر ځوړند څڼې پرې زانګي
ټټر کـــــــې ېې يو څو غــــــــشي وي مات په کلـــي راشي
عـــــــجيب شان اتفاق دی چـــــــې زه ځـــــــمه تر ګــــــودره
هــــــــغه ښکلی مــــــاشوم په هغه ســـــات په کــلي راشي