
بسم الله الرحمن الرحيم
إنا لله و إنا إليه راجعون
د حكمتيار له لوري محترم ورور ملا صاحب محمد يعقوب او د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د درنې كورنۍ ټولو محترمو غړو ته! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:
ستاسو د محترم والد صاحب؛ د امارت اسلامي مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د وفات په مناسبت تاسو او ټولو هغو كسانو ته تسليت وړاندي كوم چي پدې غم كي له تاسو سره شريك دي. د ده په مړيني سره مونږ، ټول افغان ولس او اسلامي امت له يوه پياوړي، مخور او مجاهد مشر په داسي حال كي محروم شوو چي د ده ملگري او افغان ولس د ده په څېر شخصيتونو ته سخت اړ وو. الله جل شأنه دي هغه ته مغفرت وكړي، په جنت كي دي د ده درجې لوړي كړي، تاسو ته دي اجر او صبر در په برخه كړي، او د ده تش ځاى دي په خپل فضل او عنايت سره پداسي مجاهدو شخصيتونو ډك كړي چي د خپل هېواد آزادي غواړي، د اشغالگرو ځواكونو د فوري او بلاقيد و شرط وتلو غوښتنه كوي، د مسلمانانو په يووالي باور لري، مسلمانان دې ته رابلي چي د اسلامي امت په ضد روان صليبي جنگ كي د مجاهدينو خوا ته ودرېږي، د دښمن مقابلې ته ملا وتړي او د امريكايي اشغالگرانو په ضد هغه څه وكړي چي د روسي اشغالگرانو په ضد ئې وكړل.
زه او هر مسلمان افغان د ده د هغه دريځ د زړه له كومي قدرونه كوو چي د امريكايي اشغالگرانو په وړاندي ئې غوره كړ، هيله ده د هېواد په آزادۍ او په خپلواك افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په جوړېدو سره د ده ټولي نېكي هيلي ترسره شي.
د افغانستان د خپلواكۍ كوم نيمگړى آرمان چي مرحوم ملا محمد عمر مجاهد له ځان سره يووړ، الله تعالى دي دا ستر او سپېڅلى آرمان ترسره كړي. ډاډه يو چي إن شاء الله دا آرمان به حتماً ترسره كېږي.
په لوى الله مو سپارم. په احترام
حكمتيار
اسد
1394