خوست والي د امنیت په تامین کې د قومونو ونډه مهمه وبلله

 
که چېرې قومونه د ناوړه دودونو،بې عدالتیو، ناامنیو او غیرقانوني کړنو په مخنیوي کې له حکومت سره په اخلاص همکاري وکړي، ممکنه ده چې په ټولنه کې رنګه رنګ  شته ستونزې چې د پرمختګ مخه یې ډب کړي ده، په بشپړ ډول له منځه ولاړې شي.
دا څرګندونې خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د مقبلو قوم له یو شمېر مشرانو سره د لیدنې پرمهال په ډاګه کړې.
حبیبي دخوست په امنیت او ثبات کې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو مرسته وستایله او پدې یې خوښي څرګنده کړه چې دخوست خلک تل له خپل نظام سره همکاره دي او همېشه یې د اړتیا پرمهال د خپل حکومت لاسنیوی کړی دی.خو دده په خبره ځينې ناوړه دودونه شته چې کله ناکله دخوست د وروڼو قومونو ترمنځ فاصلې ایجادوي، دده په وینا نور باید د داسې ناوړه دودونو پرضد چې ټولنې ته ستونزې او نفاق منځته راوړي ټینګه مبارزه وشي.
خوست والي حکم خان حبیبي د مقبلو قوم له مشرانو غوښتنه وکړه چې د ولایتي ادارې سره د قانون په تطبیق،د ټولنیز عدالت په منځته راتګ او د ولسي ستونزو په هواري کې په اخلاص مرسته وکړي او هېچا ته ددې موقع ورنه کړي، چې په خوست کې د وروڼو قومونو ترمنځ په یوه اوبل نامه سره  د نفاق ټغرې وغوړوي، ترڅو خوست دابادۍ، ترقۍ او پرمختګ په لوري ګړندي ګامونه واخلي.
د مقبلو قوم په استازیتوب سخي محمد او یوشمېر نورو مشرانو خوست والي ته ژمنه ورکړه چې د ولایتي ادارې سره به په هره برخه کې لازمه همکاري کوي او په خپله سیمه کې به چاته ددې اجازه نه ورکوي چې ناامنۍ جوړې کړي او قوم یې په ستونزه کې راګیر کړي.
دوی د خوست ولایتي ادارې له مشرتابه غوښتنه وکړه چې ددوی په سیمه کې دې د بیارغونې کارونو په ځانګړي توګه  پوهنیزو فعالیتونو ته خاصه توجه وکړي، ترڅو د مقبلو خلک چې له ښاره لېرې په غرونوکې اوسیږي د پوهنې له نعمت څخه برخمن شي.
 
۱۳۹۴-۵-۷ چهارشنبه