که د نوي جوړېدونکي ولایتي روغتون چارې همداسې ټکنۍ وي نو اړونده شرکت به یې د قانون او قرارداد د محتویاتو سره سم د قانوني چلند سره مخ او په تور لیست کې به شامل شي.

 
د لغمان د نوي جوړېدونکي ولایتي روغتون د چارو د ارزونې په موخه د عامې روغتیا وزارت لوړپوړي ټاکل شوي پلاوي د لغمان والي په شتون کې د دغه روغتون له چارو لیدنه وکړه.
له نن نه نیږدې یوه میاشت وړاندې لغمان والي عبدالجبار نعیمي په ولایتي پرمختیايي جلسه کې په عامې روغتیا وزارت غږ وکړ چې د دغې سترې ملي پروژې ټکنۍ چارې ورته د زغم وړ نه دي او دا د دې مظلوم ولس او ناروغانو د درملنې په برخه کې یوه ستره جفاد ده، چې د عامې روغتیا وزارت یې باید ژر تر ژره د چارو د ارزونې په موخه له نیږدې نه لیدنه.
نن په همدې موخه د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر باز محمد شیرزاد چې د وزارت د بیلا بیلو برخو رئیسانو هم ور سره ملتیا کوله لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره په ولایت مقام کې تر لیدنې وروسته ټولو په ګډه د روغتون له روانو چارو لیدنه وکړه او په هغه ځایونو کې چې نیمګرتیاوې موجودې د اړوند شرکت انجینرانو او مسولینو ته جدي سپارښتنې وشوې چې خپلې چارې د پروژې د قرار داد د مشخصاتو په نظر کې نیول سره په ټاکلي وخت کې تر سره کړي او که چیرې په دې برخه کې خپله ژمنه پورنه نه کړي د قانون او د قرار داد د محتویاتو سره سم به قانوني چلند تر سره، په قرار داد به تجدید نظر او نوموړی شرکت به په تور لیست کې شامل شي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ته وویل چې د جوړېدونکي ولایتي روغتون دا بې کیفیته چارې ورته د زغم وړ نه دي او دوه کلن ځنډ یې خلکو ته اندیښنې پیدا کړي نو هر څومره ژر چې کیدای شي باید د دې ملي پروژې ټولې خواوې په دقیقه توګه وڅیړل شي او هر هغه څوک چې غفلت او بې پروايي یې کړې وي باید د دې مظلوم ولس د حق غوښتنه دې تر ې وشي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې د دې روغتون د چارو په نظارتي برخه کې ستونزې شتون لري او تر دې دمه ترې په درست شکل نظارت نه دی شوی او حتی چې د نقشې خلاف په ځینو برخو کې یې نقشه هم تغیر شوې.
 
لغمان والي د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د دوی له غوښتنې سره سم یې د دې موضوع د څیړلو په موخه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال تر مشرۍ لاندې یو ګډ پلاوی لغمان ولایت ته را واستوه.
ډاکتر باز محمد شیرزاد د نوي جوړېدونکي روغتون له چارو څخه د لیدنې پر مهال لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې وزارت په دې برخه کې تر یوولسو لکو ډالرو پورې کافي بودیجه لري او شرکت باید د دې مالي کال تر پایه دغه بودیجه مصرف کړي.
نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې به د خپلې ارزونې لیکلی راپور د وزارت مقام سره شریک کړي او هره هغه پریکړه چې په دې اړه صورت نیسي د ولایت مقام سره به هم شریکه شي.
د یادونې ده د لغمان نوی جوړېدونکی ولایتي روغتون چې په ۳۲ جریبه او ۶ بسوې ځمکه کې د ۲۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، قرار داد يې په ۱۳۹۱ کال کې شوې چې د ۱۳۹۲ کال د لسمې میاشتې په شلمه نیټه یې عملا د جوړېدو چارې پیل شوي او له قرار داد سره سم باید په څلویښت میاشتو کې د دغه روغتون کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي خو ولې تر دې دمه یې په اتلسو میاشتو کې ۱۵ سلنه کار مخته تللی چې دا په هیڅ صورت د قناعت وړ نه دی.