
په ورځینې ژوند کې ډیري داسې جملې، کلیمې او بیتونه مو له خولې څخه راوځي؛ چې په اصلي (حقیقي) معنا یې نه پوهیږ بلکې په مجازي ډول یې استعمالو، خو اصلي معنا یې بله ده لکه وایو چې: پیسې مې وخوړي، دیګ پوخ شو، سباته به افغانستان د پاکستان سره یوه ورځینۍ لوبه کوي او داسي نوري ډیري جملې چې اصلا په دي معنا ندي.
دا او دي ته ورته نوري جملې، کلیمې او بیتونه ابهام (ګونګوالی) لري او هغه څوک پري ښه پوهیږي چې زیرک وي.
په ادب پوهنه کې تشبیه،استعاره، کنایه او مرسل مجاز د انځورجوړونې څلور اصلي ذریعې دي چې یو یې هم مجاز دی چې یو څه خبري به پري وکړو.
(( مجاز په لغت کې تیریدلو او تجاوز کولو ته وایي. په اصطلاح کې مجاز هغه لفظ ته ویل کیږي چې د څه اړیکو له امله د اصلی وضع شوې معنا نه پرته په بله معنا استعمال شوی وي؛ خو داسې نښه او قرینه وي چې حقیقي معنا نه تري نه شي اخیستل کیدای)).
قرینه: هغه نښه ده چې ذهن له حقیقت نه لري ساتي.
مجاز باید دوه معناوي ولري . د هغوی ترمنځ باید اړیکه او مناسبت(علاقه) وي او ویوونکی یې د قرینې په راوړلو سره د اوریدونکي ذهن د اصلي معنا نه اړوي مجازي معنا ته.
علاقه: د حقیقي او مجازي معنا ترمنځ اړیکې ته علاقه وایي.
حقیقت: د یو لفظ نه هغه معنا اخیستل چې کومه ورته اخیستل شوي وي لکه احمد بخیل دی.
دیوي کلمي استعمالول په مجازي معناسره د قرینې په واسطه کیږي او مناسبت او اړیکې ته اړتیا لري. دغه اړیکه کله مشابهت وي چې استعاره ورته ویل کیږي او کله غیر مشابهت چې مرسل مجاز یې بولو.
لکه وایو چې: طوطي دی. دا استعاره شوه چې یو چالپاره یې د طوطي لفظ د پور په ډول استعمال کړ معنی دا چې ډیري خبري کوونکی دی.
پیسې می وخوړي. اصلاُ پیسی به یا اوسپنیزي یا به قاغذي وي او خوړل یې مشکله ده، نو اصلاً هغه څه چې موږ په پيسو اخیستي ول هغه مو وخوړل چې دي ته مرسل مجاز وايي.
استاذ غضنفر وایي: مرسل مجاز ډیر ځله زموږ سترګو ته منظره دروي او خیال ته فرصت ورکوي چې له یوي معنا بلې ته لاړ شي مګر دغه فرصت نسبتاً استعاري او تشبیه ته ډیر کوچنۍ ده لکه وایو چې پلانی بخیل دی، خبره مسقیمه بیانه شوه او که ووایو چې پلانی پيسو ته غوټې ور اچوي نو خبره غیرمستقیم او یو خیال هم ورسره شو .
موږ وویل چې نسبتأ استعاري ته یې خیال او تصویر یې کمزوری دی لکه که تاسي د استاد اجمل غزلې ولولئ نو ګلاب او خوشبو پکې استعاره ده.
وايي، خوشبو دې په خپل موټي کې ساتي ګلابه
خپل اضطراب به دې يو ورځ بربادوي ګلابه
له خپله ځانه ويلې کېږي، خوړل کېږي شمعه
خاموشي دغسې دننه سړى خوري ګلابه
د ها سړي پرهر به څنګه رغوې ګلابه؟
چې په مجلس کې تنهايي محسوسوي ګلابه
دا تناسب دې له هغه سره کافي نه دى څه؟
چې که ته پاڼې شيندې، هه زړګى شيندي ګلابه
زما له زړه نه به څوک وباسي د چا بې رخي؟
ستا له وجود نه به څوک وباسي اغزي ګلابه؟
ځينې ګلونه د باغوان د لاس روزلي نه وي
ځينې ګلونه راشنه شوي وي خدايي ګلابه
چې خپه نه شې، له خزان پرته چا ونه کړله
زما د ماتو حوصلو ترجماني ګلابه
ستا له راتګ او تګ نه وروسته اجمل داسې شولو
لېونى اوس نه ژوندى پايي او نه مري ګلابه
یا بل بیت دی:
چې د گل له انحصاره سړی وځي
ازادي نه ده ګلابه، مصیبت دی
پورته بیتونه او غزل د استاد اجمل د استعارو ښي بیلګې دي چې یو غټ تصویر او خیال له ځانه سره لري.
بل شاعر وایي:
څوک په لارو کې ازغي کري نېکنام شي
څوک تابیا د سرو ګلونو کړي بدنام شي
اغزي خو څوک نه کری بلکې دلته اغزي د مجاز په ډول راغلی چې اصلی معنا یې هغه خلک چې نورو خلکو ته ضرر رسوي.
استاد اجمل ښکلی وایي:
وايم، زړه به مې په خوله باندې راوځي
ستا د عشق له درده هۍ کولاى نه شم
په پورته بیت کې زړه له خولې نه راوتل. اصلاً دلته شاعر د عشق په اور سوزیږي او چې سړی ډیر په تنګ شي نو بیا داسی یوه خبره وکړي. دلته زړه مجاز دی او زما په نظر د نه صبر په معنا راغلی دی.
یا
ورپورې نښلي به بيا هم دوړې د خلکو د خولې
که څوک هرڅومره د رڼو اوبو چينې نه وځي
دوړي ځکه د خلکو نه خوښیږي چې مکروبونه له ځانه سره لري او د خلکو د کالیو او د ځان د خیرنوالی سبب کیږي نو دلته دوړي اصلی معنا د خلکو بدي خبري چې دا هم په خلکو ښي نه لګې.
اجمله زه که نه يم، سيورى به مې وي درسره
داسې اسانه خو اشنا خلاصېدى نه شې له ما
سیوري کلیمه هم په مجازي معنا استعماله شوي او اصلی معنای کیدای شی خبري وي، شیبې وي، زما تصویر ستا په خیال کې او داسی نوري معناوي.
۱ـ افغانستان تاسو غوندې ځوانانو ته اړتیا لري یا تاسو باندې ویاړي. دلته هغه خلک چې په افغانستان اوسیږي تاسو باندې ویاړي یا ضرورت لري. کل نه جز ته اشاره ده.
یا افغانستان له پاکستان سره خبري وکړي. دلته د ګاونډیتوب اړیکه له مخې.
۲ـ احمد ته لاس ورکړه. دلته د لاس نه مراد مرسته او کومک کول دي. د سبب نه مسبب ته.
۳ـ طلوع تلویزیون نه مې واوریدل. مطلب هغه خبریال چې ویاندویي کوي.
۴ـ ځان مې درد کوي. دلته د بدن یوه مشخصه حصه په درد ده او دا وایي چې ځان مې درد کوي.
۵ـ لیکوالو، شاعرانو، او د مدنې ټولنې فعالانو په غونډه کې ګډون کړی و. عام نه خاص ته.
۶ـ لغمانیانو چې یو خاص ولایت پوري اړه لري خو دلته له خاص نه عام ته اشاره ده.
۷ـ سرمي لنډ کړ. دلته مراد هغه ویښته دي چې سر پوري نښتې دي. ظرف نه مظروف ته.
او داسې نوري جملې، کلمې او بیتونه چې اصلی معنایې بله وی خو موږ یې په مجازي معنا کې استعمالو.