
پرون ماښام مي د
جانان په غيږ کي سر ايښی و
هغه هم زما وريښمين ويښتان
نازول کيسه يې کولې
زه د غم په دنيا کي ډوبه وم
په رپيدلي غږ مي ورته وويل
جان که قسمت سر يو نکړو
قسمت به څه وکړي
جګ شو کيناست سترګي په سترګو شو
تندي راته ښکول کړ
ځواب يي راکړ
قسمت چې څه کوي غم
مه کوه
ته زما په قسمت کي يي
رڼا پکتياوال