دډاکټر راج ولي شاه خټک په مړینه دخواشینۍ څرګندونه

 
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې  د پښتو ژبې  پیاوړی لیکوال، شاعر او د پښتو عصري ادب وتلی سړیتوب (شخصیت)، څیړونکی او نقاد  ښاغلی ډاکټر راج ولي شاه خټک  نن د روان دوه زره پنځلسم کال دجولاې په شلمه نېټه  د گل  ( دوشنبې ) په ورځ په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې  د پښتو ژبې  پیاوړی لیکوال، شاعر او د پښتو عصري ادب وتلی سړیتوب (شخصیت)، څیړونکی او نقاد  ښاغلی ډاکټر راج ولي شاه خټک د روان دوه زره پنځلسم کاال دجولاې په شلمه نېټه  د گل  ( دوشنبې ) په ورځ د خپلې کورنۍ سره سوات نه بیرته را روان وو چې ملاکنډ سره  ئې د زړه د دریدو له امله  لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي
 
انا لله و انا اليه راجعون
 
ډاکټر راج ولي شاه د نوښار ضلعې په ډاگ اسماعیل خیلو کلې کې په کال ١٩٥٢ کې د قدیم شاه په کور کې زیږیدلی وو او زده کړې ئې په پیښور کې تر سره کړې وې.
ډاکټر راج ولي شاه خټک د پیښور  پوهنتون(یونیورسټۍ) نه د ایم ای ډگري ترلاسه کړه او بیا د پښتو اکیډیمۍ مشر په توگه يي  دنده ترسره کړې.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک په بی وخته او ناڅاپی مړینه  د زړه له تله خواشیني څرګندوي او داراواښاد مړینه پښتون ولس ته  نه جبران کیدونکی زیان بولي او د ارواښاد ډاکتر راج ولي شاه خټک درنې کورنۍ، خپلوانو ، دوستانو او ملګرو سره په دغه دروند غم کې ځان  شريک ګڼي. ارواښاد ته د لوې خدای ج  له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوي.
روح دی ښاد وي .
په درناوي
نصیر ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندجنرل سیکرټري