د ارواښاد محمد افضل خان لنډه پیژندګلوي

 
 
پښتو مین په تا یم، که وم وم که نه وم نــه وم
هرکله به دې ستایم ،که وم وم که نه وم نه وم
پښـتو کـه رانـه لاړه، نـو هر څه بـه رانـه تـلـلـي
نـو بـیـا تـالا والا یـم، که وم وم که نه وم نه وم
)مومند بابا(
پښتون قوم ډیر زوړ او پخوانی تاریخ لري. د یو قوم په حیث پښتانه تل د ستونزو او کړکېچونو سره مخ شوي دي، چې د سوکالۍ او پرمختیا زمانه ئې لنډه او د ستونزو اوربړو دوره یې ډیره وږده ده. دې قوم په ملي او قامي شعور باندي سمبال ډیر نومیالي مشران زیږولي دي،چې پیر روښان بابا، میرویس خان بابا،خوشال خان بابا، احمدشاه بابا، فقیر ايپی،صنوبر حسین کاکاجي، وزیر محمد ګل خان بابا،خان عبدالغفارخان بابا(باچاخان)، ترنګزو حاجي صیب اوخان اودل سمد خان بابا،او په ورستیو لسیزو کې خان عبدالولي خان ،کبیر ستوری ، محمد افضل خان (خان لالا)،اجمل خټک بابا ، محمود خان اڅکزی او اسفنديار ولي خان اود یو ډیرشمیر نورو قامي مشرانو نومونه د یادونې وړ دي،چې د خپلو سیاسي هلو ځلو په دوران کې ئې د پښتون قام او پښتنو د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ډیر تکلیفونه ، ستونزې او مصیبتونه ګاللي دي اوپه خپل خپل وخت کې ئې د قوم په فکر، نظر او ارادوکوټلی اثرات پریښودي دي
په موجوده وخت کې په پښتو، پښتونولئ میئن ،د پښتنوروحاني، سیاسي، قامي او ولسي نومیالی مشر ارواښاد محمد افضل خان چې په سیاسي کړیو او د پښتنو په منځ کې په(خان لالا) شهرت لری،یو ګڼ اړخیز سړیتوب (شخصیت) دي چې له نوم، قلم ، سپیڅلي کرکټر، ټینګ عزم، میړانې او مبارزو سره ئې په لږه او یا ډیره اندازه هر پښتون/ افغان اشنا دی . خان لالا دباچاخان د پښتنو د ملي ازادۍ د غورځنګ پیرو،د پښتون/ افغان قامي وحدت د سیاسي مفکورې او نظرئې ستر لارښود او د پښتون قوم یو مخلص، خوږمن لیډر ،لیکوال ، اديب او په خپله خبره ، ژمنه ( وعده)، ملګرتیا او دوستۍ ولاړ مشر ؤ،چې پخه حوصله اوچت عزم اود استدلال ډیر زیات صلاحیت ئې لرلو، د راتلونکې وخت په لوړو او ژوروئې رسا نظر لرلو .
د پښتنو د یووالي ابادۍ ،سوکالۍ اود لرو او برو پښتنو د قامي وحدت د حس او شعور د راژوندي کولو، دقامي پیژند اود پښتني کولتور د ودي او پرمختیا لپاره ئې ډیر ې ستونزې او ربړې ګاللي دي، بی دریغه مالي او ځاني قربانۍ ئې ورکړي،.چې لدي امله د پښتنو په زړونو کې تلپاتی ځای لري. داچې د سوات په ښکلې سیمه کې بې شمیره بې وزله پښتانه په ډیره بې دردۍ سره بې ګناه ووژل شول او په سیمه کې ویره خوره شوی وه ،ډیر اوسیدونکې ئې له سوات څخه کډی کولو ته اړ شوي ؤ، خو خان لالا دپښتون قام او ددي بې وزله ولس دحوصلې او ډاډ په خاطر په سوات کې له خپل ولس سره پاتی شو، سره له دې، چې خان لالا ته د دوستانو، خپلوانو او سیاسي ملګرو له خوا څو څو وارې د سوات د نا ارامه سیمی څخه د راوتلو په کلکه ټینګار شوی ؤ،خو خان لالا له سوات څخه وتو ته تیار نه شو او د پښتو، پښتونولۍ پګړۍ ئې هسکه وساتله.او هر راز مصیبتونو ته ئې اوږه ورکړه، په تیر 2008 کال کې په خان لالا د سوات په ښکلي سیلاني سیمه کې د پښتون قام ددښمنانو له خوا مرګونی بریدونه وشول او دمرګ له کواښ او یو لړ زیاتو ستونزو سره مخ شو، د کورنۍ ډیر غړی ئې د پښتون قام ددغه دښمنانو له خوا د 2008 ع کال راپدي خوا بې ګناه په شهادت رسیدلي دي. کورونه، مارکېټونه او یوه ډیره ښکلې حجره «جالی ګودر» ئې په بمونو الوزول شوی دي.
له ده سره ناسته ولاړه او په تیره بیا پيژندګلوی د هر پښتانه لپاره دویاړ خبره ده، زه د پښتون قام دي غیرت مند مشر ته چې د پښتون دقامي وجود تشخص، پیژند، قامي وحدت اود قام خدمت ته ئې د ژوند هره ګړۍ وقف کړی وه،د لوی خدای له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوم او دده عظمت ته د سلام په وړاندي کولو سره دده په ژوند لیک (بیوګرافی) لنډه رڼا اچوم:
ښاغلی محمد افضل خان «خان لالا» د سوات د لوې خان ارواښاد خان محمد حبیب خان زوی،د 1931 ع کال د جنورۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه د سوات په درشخیله کې زیږیدلی دي. لومړنۍ زده کړې ئې دسیدو شریف په ؤدؤديه ښوونځي کې کړي دي .د
بي ای ډګري ئې داسلامیه کالج پیښور نه ، ایم ای ډګري ئې پولیټیکل ساینس کې د ګورنمنټ کالج لاهور نه ترلاسه کړی. د قانون ډګری ایل ایل بي ئې د پیښور پوهنتون لا کالج نه اخستی ده.
ارواښاد خان لالا اګریکلچریسټ ؤ . د طالبعلمئ د زمانی راایسی په سیاست کې فعال ؤ.د سوات بار کونسل بنسټ ایښودونکې صدر (مشر) او دعوامي نیشنل ګوندد پښتونخوا سوبې صدر(مشر) او د ګوند مرکزی مشر او د مرکزی جرګی غړی ؤ
. (۳) خان لالا محمد افضل خان د شپږو میاشتو ؤچې دسوات نه دخپلی کورنۍ دنورو غړو سره یو ځای د سوات د والي له خواجلا وطن شو او ددېر په ریاست کې ئې د جلاوطنۍ ورځې او شپې تیرې کړې وې.
. په 1940 ع کال کې ئې د سوات د والي سره روغه جوړه وشوه او بیرته سوات ته راغی.
په 1949 ع کال کې ئې دوه وروڼه د سوونو ملګرو سره ونیولی شول او یوځل بیا د دوو وروڼو او نورو ملګرو سره وشړلی شو،چې د جلاوطنۍ دا شپې ورځې ئې په خیبر او ملاکنډ ایجنسیو کې تیرې کړې او په 1953 ع کال کې ئې د سوات والي سره بیا روغه وشوه اوبیرته سوات ته راغی.
کله چې په کال 1969 کې د سوات ریاست په پاکستان کې شامل کړی شو نو یو کال پس په 1970 ع کال کې دملاکنډ ډویژن نه دنیشنل عوامی پارټۍ په ټکټ د سوبائې اسمبلئ ممبر شو.دنیشنل عوامی پارټۍ او د جمیعت علما ئې اسلام په ګډ حکومت کې دمولانا مفتي محمود صیب په کابینه کې د کرنې (زراعت)،لوکل باډیز او اطلاعاتو وزیر شو.کله چې په کال 1973 کې دپاکستان دمرکزي حکومت له اړخه د بلوچستان سوبائي حکومت په زور ختم کړی شو، نو خان لالا ددغه غیر جمهوری کړنې په ضد دخپل احتجاج د څرګندولو په غرض د سوبائې کابینې نه استعفی ورکړه،چې ورپسې دده په پل نورې کابینې هم قدم کېښود او ټولې سوبائې کابینې استعفی ورکړه.
لدي څخه لږه موده وروسته د هغه وخت سوبائې ګورنر اسلم خټک له خوا د اسلم خټک د خور محترمې کلثوم سیف الله په کور کې خان لالا ته د سوبې د وزیر اعلی د منصب پیشکش وشوچې ده قبول نه کړو.
خان لالا د حکومت د غیر جمهوری پالیسۍ د مخالفت په جرم په کال 1973 کې د پاکستانی واکدارانو له خوابیا بندي شو،اوپه کال 1975 کې چې په نیشنل عوامی پارټۍ بنديز ولګیدو نو خان لالا ئې د ګوند د نورو سرمشرانو سره په حیدر اباد کې جیل ته واچاوه، په ده او دده په ملګرو په یو خصوصي ټریبونل کې مقدمه وچلولی شوه. مګر دجیل، قید، بند ، زورونې او مصیبتونو د افضل خان لالا عزم او د هغه نظریې سره جوخت تړون ته شکست ور نه کړی شو او په کال 1977 کې د بند نه خلاص شو.
د جنرال ضیا الحق د مارشلا په دور کې ده ته د پیښوردجیل د سپرنټنډنټ صاحب زاده صیب اود بونیر دګلپاڼۍ د زرین خان په ‌‌‌ذریعه په مرکز کې د وزارت پیشکش وشو،چې خان لالا رد کړواو په خپلو اصولو ټینګ پاتی شواو دا خبره ئې ثابته کړه چې د اصولو په وړاندې منصب هیڅ حیثیت نلري.
په همدغه دور کې ئې د جمهوریت دبحالۍ په تحریک ایم ار ډی کې فعاله ونډه واخسته او پدي جرم یوځل بیا د بندي خانې تورتم ته وسپارلی شو. خان لالا د ژوند په هره مرحله کې د اصولو ساتنه کړې ده.
د اصولو سره تړون او د نظرئې سره جوخت پیوستون د هغه دسړیتوب ( شخصیت)دوه اړخونه دي. همدغه وجه ده چې په کال 1989 کې کله د عوامي نیشنل ګوند مشرانو د ائې جی ائې(اسلامي جمهوري اتحاد) سره د اتحاد اعلان وکړو نو خان لالا په واضحه الفاظو دغه فیصله رد کړه او د 1990 ع کال د فبرورۍ د میاشتې په یولسمه نیټه ئې د پیښور په پریس کلب کې د خپلو ملګرو په مرسته د ای این پی (حقیقی) په نوم خپل ګوند اعلان کړو. بیا وروسته په همدي کال د جولای په میاشت کې په پیښور کې د یو قومي کنوینشن په موقعه د پښتنو قام پرستو دوو ډلو یانې ای این پی (حقیقی) او قومي انقلابي پارټۍ د یو ځای کېدو فیصله وشوه او د نوی پارټۍ نوم پښتونخوا قومی پارټۍ کېښودی شو او محمد افضل خان (خان لالا) ددغه نوي ګوند مرکزي صدر (مشر)وټاکلی شو او افراسیاب خټک د ګوند جنرل سیکرټری منتخب شو.
ښاغلی خان لالا د 1990 ع کال د نوامبر په میاشت کې د پیپل ډیموکریټیک الیانس ( پی ډی ای) له خوا د وزیر اعظم کرسۍ ته کانديد ؤ،چې پدغه موقعه ئې ټاکلی شوي وزیر اعظم ته د مبارکۍ په دوران کې په خپل تقریر کې وویل چې زه د «پښتونخوا» د سوبې اوسیدونکې یم ، دغه الفاظو د اسمبلۍ په پنجابي غړو لړزان راوستو او په یو ه چغه ئې د پښتونخوا په ذکر احتجاج وکړ. خان لالاچې په کومه میړانه او جرائت دغه نوم اسمبلۍ ته ورساوه دا د هغه یوه تاریخي کارنامه وه،چې نن داسمبلۍ په تالار کې څوک د پښتونخوا د نوم د مخالفت جرات نه شي کولی.(۱
خان لالاپه کال 1993 کې د پاکستان په مرکزي کابینه کې د کشمیر د چارو او د شمالي علاقه جاتو وزیر شو اوپه 1996 په 12 اکتوبر دپاکستان په مرکزی کابینه کې د پاپولیشن ویلفیر ، روغتیااو ریلوی وزیر شو.(۴)
له دي وروسته ئې د پارلماني سیاست څخه لاس واخست او یوازی قامي خدمت ته ئې ملا وتړله. خان لالا په سیاسي نظریاتو کې سپیڅلی او ډاګیز موقف لرلو ، په خپلو وینا ګانو کې ئې په پښتنو کې دقامي وحدت د احساس او شعور په راژوندي کولوتل زور اچولی او وائې چې: «قامي وحدت یوازې د لاندي پښتنو مسئله نه ده، بلکه د ډيورند کرښې پوره قام ویشلى دي او دا یوه قامي مسئله ده . په تاریخی حواله کندهار او کابل د پښتنو ټاټوبی دي نو یقینآ چې دا د پورته افغانانو هم فریضه ده چې د پښتنو قامي وحدت په مسئله خپل سیاسي رول ولوبوی.»
خان لالا د پښتنو قامي وحدت په هکله واضح دریځ لرلو،چې:« تر څوپوری پښتون خپل قامي وحدت نه وی حاصل کړی،تر هغې د پښتون قام مشکلات او محرومی نه شی ختمیدي ، د یو قام دغړی په حیث دوۍ احترام نه شي ګټلی. اود سوکالئ احترام او عزت ژوند نه شی موندلی». (۶) او دا ئې عقیده وه، چې په یوه هیواد کې د پښتنو وجود په ټوټو،ټوټو ویشلی ساتل یو ناوړه، غیرانساني، غیر قانوني او د بشري حقونو دجملې نه بهر خبره ده، چی هیڅ اخلاقي،ائېني او قانوني جواز نه لري. « پښتون قام یو وحدت ؤ او یو وحدت دی، د غاصب له لاسه پر کال 1983 کې څلور ټوټي شوی دي،چې تر اوسه څلور ټوټي پروت دی. په خپلو کې سره بیا یو کېدل ددي قام ائېني، قانوني او فطري حق دی. د پښتون قام داسې په ټوټو کې ویشل صرف د استعماری مقاصدو لپاره شوی دي، او باید دغه استعماري عمل په څټ اړولی شی.
مونږ تر هر څه د مخه خپل پښتون قامي وحدت غواړو .کوم قوت چې د پښتنو په وحدت کې مرسته کوی زما دوست دی او کوم قوت چې د پښتنو وحدت کې خنډونه مخی ته کوی زما دښمن دی .
د پرامن جدو جهد په وسيله پښتون قامي وحدت زمونږ مرام دی . چې زمونږ قومی وحدت حاصل شی نو دلته امن راځی ».(۵)
په 2006 ع کال دفبرورئ په میاشت کې چې کله عوامی نیشنل پارټۍ په خپله بنسټیزه(منشور) کې دا جمله ورزیاته کړه چې» مونږ په سوله ایزه توګه د پښتنو قامي وحدت غواړو» نو د خان لالا مرام او هدف ته پکې ځای ورکړل شو او د پښتونخوا قومي پارټۍ د عوامي نیشنل پارټۍ سره یو ځای شوه ، چې دا د ټولو پښتنو ارمان ؤ او خان لالا پوره کړ. همدارازښاغلی خان لالا په خپل لګښت په2000 ع کال 2001 ع کال2004ع کال او 2005 ع کال دوه واری او دغه راز ۲۰۱۳ ع کال کې ئې په پيښور کې د پښتون/افغان قامي جرګي او دوه واری دډیورند په کرښه په ډیره زغرده سره په پیښور کې نړیوال سیمینارونه جوړ کړی چې له ټولې نړۍ څخه پکې ګڼ شمیر پښتنو سیاستوالو، اديبانو، لیکوالانو،پوهانو،د نظر خاوندانو، شاعرانو او ژورنالستانو برخه اخستې وه.
ددغه سمینارونو، غونډو او جرګو دمقالو او وینا ګانو ټولګي ئې په کتابي بڼه کې چاپ کړي او پښتنو ته ئې وړاندي کړی دي. همداراز د نړئ په ګوټ ګوټ کې ئې د پښتون قامي وحدت د یون سره خپل اواز ملګری کړی او ځان ئې ورته رسولی دي چې د همدي مرام او هدف په خاطر څو څو ځله ئې په خپل لګښت په نړئ کې خورو ورو پښتنو ته ځان رسولی اوڅو څو واری جرمنی ته هم راغلی او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په بیلابیلو غونډو کې برخه اخستلی(۵) لدي سر بیره ئې د «پښتونخوا غږ »په پښتو او اردو ژبی چاپ کړی او د« پښتون قامي وحدت» تر سرلیک لاندي د پیغام په بڼه یوه رساله په پښتو، انګریزي او اردو لیکلې ،چې د پښتنو د قامي وحدت لاری چاری ئې پکې په ګوته کړي ، پښتون قام ته وړاندي کړی .
ددي پیغام په وروستۍ برخه کې ښاغلی خان لالا لیکلی دي چې: «زه درب ذولجلال بې حد شکر ګذار یم چې ما د یو پښتون په حیث زپلي پښتون (افغان) قام ته دا مختصر شان پیغام وړاندي کړو. او پوره باور لرم چې ددي منتشر قام هر غړی ،چې هر ځای وي،په هر هال کې وي،او د هرې پيشی مالک وي ، په خپل فکر او قلم د امن او مینې په لار د خپل قام د وحدت او تشخص د حصول طرف ته راوګرځوي، او ددونیا ټولو مهذبو قامونو او انسان دوست تنظیمونو ته دا خواست کوم چې د افغان (پښتون) قام سره خپله فعاله سیاسي او اخلاقی مرسته مل کړي، چې په پیړو پس دا زپلی قام د غاصب د تقسیم د ناوړو شکنجو نه ځان خلاص کړی او خپل قامي وحدت تر لاسه کړی.» (۲)
پښتون په بنيادي توګه امن دوسته او جمهوری خوښی قام دی په نړۍ کې پښتون واحد قام دی، چې باچا ئې جرګې خوښ کړی دي . یانی باچا ئې هم په هاغه وختونو کې په جمهوری طریقه انتخاب شوی دي . چې چالا اروپا کې د جمهوریت ټکې نه و اوریدلی، امید دي چې د نړۍ جمهوری طاقتونه به د پښتنو د قامي وحدت مرسته او ملاتړ وکړی،.
اخستونځي:
۱) « پښتونخوا غږ» لیکوال: محمد افضل خان لالا چاپ: ملت پرنټرز لاهور، کال ۱۹۹۴
۲) «پښتون قامي حدت» لیکوال محمد افضل خان لالا ، خورونکی پښتونخوا پبلکېشنرز، پیښور کال ۱۹۹۶ نوامبر
۳) پښتونخوا مجله اتلسمه ګڼه، دپښتنو ټولنیز ولسولیز کوند خپرونه،کال ۱۹۹۷
۴) «ځلنده ستوری» دسوات د ماما خیلو منظوم تاریخ،خپرونکی د ماماخیلو د خانانوديره، سوات کال
۱۹۹۸۵) « پښتون/افغان قامي جرګه» ۱۴او ۱۵ نوامبر ۲۰۰۰م، ترتیب او خپرونکی: پښتونخوا قامي پارټۍ : اهتمام د پښتونخوا د پوهنی ديره
۶) «ډیورنډ کرښه»په پیښور کې د شوی سیمینار د مقالو او وینا ګانو ټولګه،ترتیب :محمد افضل خان
لالا، اهتمام د پښتونخوا د پوهنی ديره،کال ۲۰۰۴