
د جمعې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د چنګاښ ( سرطان ) نولسمه، چې د 2015 م کال د جولای له لسمې نېټې سره برابره وه، د 2016 نړیوال شل اوریز کرکېټ جام سیالیو ته د غوراوي نهمه سیالۍ د امریکا او نیپال کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ د سکاټلیڼد د بیل فسټ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه د نیپال لوبډلې، لوبډل مشر پرس خد کا وګټله او مقابلې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه .
د امریکا کرکېټ ملي لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 121 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 122 منډو هدف ورکړ .
د نیپال کرکېټ ملي لوبډلې د 19.4 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ ترلاسه، چې امریکایي لوبډلې د 6 وېکټو او 2 توپونو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبې بریایې د ځان کړه .
د نیپال لوبډلې له لوري جیانیندرا مالا ډېره ښکلې او په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 43 توپونو 52 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 6 څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د امریکا او نیپال د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د امریکا د توپ وهنې برخه :
1 ـــ فهاد بابر په 15 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ اکیم ډاډسن په 33 توپونو 39 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ شیوا واشیشات په 7 توپونو 3 منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
4 ـــ مرونل پټېل په 8 توپونو 7 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ټایمیل پټېل په 5 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ کرن ګنېش په 17 توپونو 15 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ جاپېن پټېل په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
8 ـــ عادل بټي په 15 توپونو 14 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
9 ـــ محمد غوث په 3 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
10 ـــ جسدیپ په 7 توپونو 6 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
11 ـــ حامد شاهد په 7 توپونو 5 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د امریکا د توپ اچونې برخه :
1 ـــ جسدیپ سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ محمد غوث 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ حامد شاهد 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ عادل بټي 3.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ ټایمیل پټېل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 2 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ کرن ګنېش 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د نیپال د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ساګر پن په 5 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
2 ـــ انیل مېنډل په 42 توپونو 29 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ جینانیندرا مالا په 43 توپونو 25 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
4 ـــ پارس خدکا په 17 توپونو 21 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې .
5 ـــ بینوډ بانډري په 8 توپونو 7 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ شراد ویساکر په 3 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د نیپال د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سومپل کامي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ کرن کې سي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ ساګر پن 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ شکتي ګوچن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ بسانټ ریګمي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ پرس خدکا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .