حکومت دې دا ډول قهرمانانو قدر وکړي

حکومت دې دا ډول قهرمانانو قدر وکړي/عثمان رسولي   
 
بیشکه چې افغانستان د میړنو هېواد دی. دلته په رښتیا هم میړني اوسیږي او د دې خاوري اصیل بچیان هره ورځ په خپله پاکه خاوره او په خپل کړیدلي ؤلس د خپل سر په بیه ننګ او غیرت کوي.
 دې ښکلي او د وطن په مینه سرشار ځوان غریب ګل، د خوست د ځاځیمیدان د سرحدي پولیسو سرباز، پدې کمکي اختر کې، پخپلو وینو د افغانستان د تاریخ پاڼه ولیکله. خپل اختر یې له خپلو هیلو سره یو ځای خاورې کړ، خو خپلو خلکو ته یې د امن په فضا کې د اختر د لمانځه ادآ کول مساعد کړل.
 
یوه لعنتي ځانمرګي د زمري زړه کړئ ؤ چې ځاځیمیدان ته ننوزي او ځان یې هم د عیدګاه دروازې ته رسولی ؤ. خو دې قهرمان سرباز هغه پرې نه ښود چې عید ګاه د لمونځ کوونکو په وینو ولړي. خپل خوږ ژوند یې قرباني کړ، خو ځانمرګی یې خپل شوم هدف ته پرې نه ښود.
 
شهید غریب ګل ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د صبر او زغم دعا کوم. الله دې پرې ورحمیږي!
له حکومت اوهمدارنګه له خپلوشتمنو هیوادوالو نه هیله کوم چې د دا ډول قهرمانانو په باب بې تفاوته پاته نه شي. د هغوی د قربانیو ستاینه وکړي او له کورنیو سره یې د پام وړ انساني او مالي مرستې وکړي.