
ورځ له بلې د ټچ سکرین موبایلونو استعمال زیاتېږي، خو د بلې خوا د موبایل د بټریانو د خرابېدو شکایتونه ورسره هم ډېرېږي.
خو د یو څو لارو په کومک سره کولای شو، چې خپلې بټریانې د خرابېدو وژغورو:
لومړی: د خپلو موبایلونو د سکرین رڼا د ۵۰ فیصدۍ څخه مه لوړوئ، دا کار یواځې ستاسې د موبایل چارچ زر نه، بلکې د بټرۍ د خرابېدو لامل هم ګرځي.
دوهم: د موبایلونو وایې فایې چې د نن سبا په دورکې د نېټ لپاره زیات خلک استعمالوي د نېټ د استعمال څخه وروسته یې ضرور بنده کړئ، ځکه دا کار ستاسې موبایلو ته وایرس نه بلکې د بټرۍ د خرابېدو لامل هم ګرځي.
درېم: د موبایلونو د کمرو فلش چې تاسې یې د خو تصویرونواخيستو له پاره یې خلاصوئ، بېرته یې ضرور بند کړئ، ځکه د فلش خلاص پاتې کېدل ستاسې ایفونونه او د ایفونونو بټریانې خرابوي.
څلورم: په یوه وخت کې د انټرنېټ څو پرګرامونه لکه فېسبوک، ټوېټر،یاهو او جيمیل . . . او نور مه خلاصوئ، ځکه دا کار هم ستاسې د موبایل بټریانې خرابولی شي.