ولسمشر محمد اشرف غنی تېر ماښام د نړۍ ترټولو لوی قران شریف څخه په کابل کې لیدنه وکړه!

ژباړن: محمد مبین هڅاند
دغه قران شریف د  فرهنګي مرکز د مشر (حکیم ناصر خسرو) او د هغه د ټيم له خوا په قالینې کې جوړ شوی دی، په دغه لیدنه کې د ده سره مخکینی ولسمشر حامد کرزی ، د بلخ مخکینی والی عطا محمد نور، سیاسي او مذهبي مشر سید منصور نادري، صبعت الله مجددي، د سولې عالي شورا مشر سید احمد ګیلاني، د ولسمشر لومړی معاون عبدالرشید دوستم، دوهم معاون سرور دانش او ځینې نور د حکومت لوړپوړو چارواکو برخه لرله.
 
C:UsersRohiDownloadsGhani-visits-Quran-masterpiece2-665x443.jpg
 
دغه قران د پنځو کلونو په موده کې  سید منصور په وړاندیز او ملاتړ ، د بابر خطاط په ډیزاین ورکولو سره  ، د زرګونو وړو د سروزروسکېرپ  د ترکیبولو سره د نهو شاګردانو له خوا ورباندې کار کېده چې هره صفحه په ښکلي انداز باندې ډیزاین شوې ده.
د دغه قران د په قالینه کې لیکنه د ۲۰۰۴ کال په ستمبر میاشت کې شروع او د ۲۰۰۹ کال په ستمبر کې ختم شوه او د دوه نورو کلونو لپاره ورباندې په ارشیف کې نور کار هم ترسره شو.
 
C:UsersRohiDownloadsGhani-visits-Quran-masterpiece3-665x443.jpg
 
دغه د قالینې کار یې په ۲۱۸ پاڼو کې چې هره پاڼه یې ۲۲۸ سانتي متره اوږدوالی او ۱۵۵ ساتي متره سور( پلنوالی) لري ترتیب شوی دی، هره سپاره په جدا او بېل قسم ډیزاین شوې ده.
د دغه قران شریف بیا کنته د اسلامي همکاریو سازمان د پخواني منشي(اکمل الدین اوغلو) له خوا شوې ده چې نورو کسانو هم ورسره ملګرتیا کوله.
 
C:UsersRohiDownloadsGhani-visits-Quran-masterpiece4-665x443.jpg