تر ټولو اوږده روژه په ایسلېنډ کې او لنډه روژه په چلی کې وي!

 
تر ټولو اوږده روژه په ایسلېنډ کې هېواد کې وي چې ۲۲ ساعته به دوام کوي، چې د روژې شروع به د سهار په ۱:۴۵ وي چې د ماښامی به یې ۲۲ ساعته وروسته وي.
په دوهم نمبر کې اوږده روژه په سوېډن هېواد کې وي چې ۲۱ ساعته او ۵۸ دقيقې به هلته خلک روژه وي.
۳: په درېم نمبر کې اوږده روژه به په ناروې هېواد کې وي چې ۲۰ ساعته او ۲۱ دقېقې به دوام کوي.
۴:نمبر کې ډنمارک هېواد د اوږدې روژې په نوم لړ کې ځای لري چې ۲۰ ساعته او ۲۱ دقېقې روژه به په کې وي په همدې قسم سره به په هالنډ کې ۱۹ ساعته او ۸ دقېقې روژه وي.
 
اوس هغه هېوادونه درپېژنم چې ترټولو لنډه روژه به په کې وي:
 
۱: ترټولو لنډه روژه په په امریکایي هېواد چلي کې وي چې ۱۱ ساعته او ۳۰ دقېقې به دوام کوي.
 
۲: په دوهمه درجه کې به په لنډه روژه کې جنوبي افریقا ځای ولري چې ۱۲ ساعته او ۶ دقېقې به هلته روژه وي.
۳: په درېم نمبر کې د پاپوانیوګی هېواد ځای لري چې هلته به ۱۲ ساعته او ۱۰ دقېقې روژه وي
۴: په څلورمه درجه چې لنډه روژه به په کې وي د ارجنټاین هېواد ځای لري چې هلته به ۱۲ ساعته او ۲۱ دقېقې روژه وي.
په همدې قسم سره استرالیا ، هندوستان ، مراکش، عراق ، الجزایر، مکسيکو اردن او بیا لبنان د لنډې روژې په نوم لړ کې ځای لري.
باید په یاد ولرو چې په هغو هېوادونو کې چې اوږدې ورځې وي لکه په ناروې کې بیا هلته د ګاونډ یو هېوادونو په شان پشلمی او ماښامی کېږي.
 

ژباړن: محمد مبین هڅاند