کېنیا کاناډا ته ماتې ورکړه / نړیوال جام ته د غوراوي اوومه سیالۍ

 
   د جمعې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د چنګاښ (سرطان) نولسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د جولای له لسمې نېټې سره برابره وه، د 2016 نړیوال شل اوریز کرکېټ جام سیالیو ته د غوراوي اوومه سیالۍ د کېنیا او کاناډا کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ د سکاټلینډ د ایدنبورګ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د کاناډا لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) رضوان چیما وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د کاناډا کرکېټ ملي لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو 143 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 144 منډو هدف ورکړ.
  د کېنیا کرکېټ ملي لوبډلې د 18.3 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې کاناډایۍ لوبډلې ته یې د 7وېکټو او 9 توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
  کېنیا لوبډلې له لوري عرفان کریم، ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 56 توپونو 74 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 7 څلوریزې، 3 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د کاناډا او کېنیا د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کاناډا د توپ وهنې برخه :
1 ـــ رویندو ګونېسیکرا په 38 توپونو 51 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ رضوان چیما په 25 توپونو 35 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ هیرال پټېل په 29 توپونو 25 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ نیتېش کومار په 7 توپونو 5 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ نونیټ دلیوال په 14 توپونو 16 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ حمزه طارق په 4 توپونو 3 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
7 ـــ ساد بین ظفر په 3 توپونو 5 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د کاناډا د توپ اچونې برخه :
1 ـــ کېسېل پرویز 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ جنید صدیقي 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ جېریمي ګاردان 3.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ ساد بین ظفر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ هیرال پټېل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ــــ رضوان چیما 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کېنیا د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کاکیپ پټېل په 17 توپونو 19 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2ـــ عرفان کریم په 54 توپونو 74 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
3 ـــ نېلسن اوډیامبو په 7 توپونو 13 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
4 ـــ کولینز اوبویا په 7 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ موریس اوما په 26 توپونو 34 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د کېنیا د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ایلیجا اوتینو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ شېم انګوچي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ نېلسن اوډیامبو یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ جېمز انګوچي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ نېهیمیا اوډیامبو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ لوکېس اولوچ یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ رکیپ پټېل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 7 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .