
بېچاره پلار یې د روژې په سهار خپل ټکسي د مزدورۍ لپاره له کوره روان کړ، کوچنیو ماشومانو یې ټوله ورځ د پلار د راتلو په تمه لارې څارلې، پلار يې د روژې په مازیګر له ښاره د کلي په لور د سورلیو ډک موټر روان کړ، خو د ښاره دوه میله لرې د هوایې ډګر ترڅنګ درز شو او دبې وسه، بې ګناه او بې دفاع خلکو د موټرو کتار د اور په لمبو کې پټ شو. پدې کتار کې د هغه بې ګناه پلار پر موټر هم اور ولګېد چاچې د ماشومانو د هیلو د پوره کولو او د یوې ګوله مړۍ د پیدا کولو لپاره د روژې ټوله ورځ د خولو په تویولو تېره کړې وه؛ د ماښام اذان وشو ماشومان یې د پلار راتګ ته اندېښمن شول ځکه مخکې یې درز تر غوږ شوی و، کورنۍ یې روژه ماتی ونه کړ. کلیوالو د ماشومانو د تسلیت لپاره ورته پلمه وکړه چې پلار یې لږ ټپی دی او که خېر وي سبا به کور ته راشي، هسې خو هم کلیوالو په اوله شپه هڅې وکړې چه د بې ګناه پلار درک معلوم کړي، خو معلوم نه شو، سبا یې بیا هم کلیوالو تر غرمې د ځوانیمرک د پیداکولو لپاره د ښار ټول روغتونونه وپلټل خو درک یې پیدا نه شو، کلیوال د حکومت څخه هم ګيله من شول ځګه چې د ده د سوځیدلي موټر د لیدو اجازه یې نه ورکوله بالاخره په دویمه ورځ د غرمې وروسته یي د موټر دلیدلو اجازه ورکړه، د موټر په لیدو د کلیوالو له سترګو اوښکې راونې شوې، ورسره یې سترګې د ده په سوځیدلي سر او په ایرو ککړو هډونو ولګېدې، تن یې ټول ایره شوی و کلیوال نور هم غمجن شول او دا فکر یې کاوه چې څنګه به د بې ګناه پلار کیسه د هغه کوچنيو ماشومانو او کورنۍ ته کوي،ځګه چې تن یې ټول ایرې و او دوی په اوله ورځ ورته د ټپي کیدو ویلی، بس کلیوالو هم بله لار نه لرله په دویمه شپه یې د کورنۍ څخه په پټه قبر ورته کېنده او پرېکړه یې وکړه چې سبا ته به د بې ګناه کلیوال د کور انګړ ته د ده د سوځیدلو هډونو تابوت د ننه کوي، کلیوال به دا د زهزو جام څښي او دا تریخ حقیقت به یې تنکیو اولادونو ته په ډاګه کوي، پداسې حال کې چې ماشومان به یې دده د تن په ایرو کې خپلې هیلې لټوي خو ا فسوس چي دغه هیلې د زمانې د جابر له خوا په ایرو کې اېرې شوې دي.
د خوست د چاودنې یوه ریشتیني کېسه