لپه    

                                    


زما محبوبه! که ته خپله لپه ماته ونیسې، نو زه به بې له ځنډه تاته خپل زړه درکړم!!!!!
خو ته څه کولای شې؟؟؟؟
او ستا سخاوت څه دی؟؟
ستا څښتن خو ډېر سخي دی، ځکه پر تا یې لویه پیرزوینه کړي او ته یې ښکلی پنځولی یې.
هو! ستا ښکلا دا ده چې ته د مینې یو خوږ انسان یې او خدای ج په مینه ښکلی کړی یې.
دا چې زما رب پر تا دومره احسان کړی، نو زه هم ستا سخاوت ته ګورم!!!
ما خپله لپه تا ته ددې لپاره نیولي، ترڅو ستا سخاوت مالوم کړم.
بخل ونکړې!!!!!
پوهېږې زه څه غواړم؟؟؟
زه ستا زړه غواړم.
آیا ته ماته خپل زړه راکوې؟؟؟؟؟