
لیکوال : عطا محمد میاخېل
د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د چنګاښ (سرطان) یوویشتمه، چې د 2015 زېږدیزکال د جولای له دولسمې نېټې سره برابره وه، د 2016 نړیوال شل اوریز کرکېټ جام سیالیو ته د غوراوي، پنځمه سیالۍ د اماراتو او نیدرلینډ کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ، د سکاټلینډ په ایدینبورګ نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه د اماراتو لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) محمد توقیر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د اماراتو کرکېټ ملي لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 119 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 120 منډو هدف ورکړ.
د نیدرلینډ کرکېت ملي لوبډلې د 17.1 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانی تر لاسه، چې د اماراتو لوبډلې ته یې د 7 وېکټو او 17 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
د یادونې وړده، چې په دې شل اوریزه ټورنمنټ کې اماراتو درې لوبې ترسره کړي او درېواړه یې بایللې دي، چې لومړۍ لوبه یې په سکاټلینډ، دویمه یې په افغانستان او درېیمه یې په نیدرلینډ باندې وبایلله .
د اماراتو او نیدرلینډ د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د اماراتو د توپ وهنې برخه :
1 ـــ فیضان آصف په 13 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ محمد شهزاد په 10 توپونو 13 منډې جوړې کړې، 2څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ شیمان انور په 21 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سواپنیل پټېل په 33 توپونو 34 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
5 ـــ عبدالشکور په 12 توپونو 7 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
6 ـــ فیاض احمد په 12 توپونو 11 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ عمیر علي په 7 توپونو 8 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه.
8 ـــ محمد نوید په 10توپونو 9 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
د اماراتو د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ناصر عزیز 4اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ منجولا ګروګي 2 اورنه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ محمد نوید 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ محمد توقیر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ عمیر علي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ فیاض احمد 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
7 محمد شهزاد یو توپ، توپ اچونه ترسره کړه، 6 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د نیدرلینډ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ویسلي بارېسي په 16 توپونو 18 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ستیفن مایبورګ په 10 توپونو 10 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ بین کوپر په 38 توپونو 50 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
4 ـــ میچیل سوارټ په 29 توپونو 19 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ پیتر بورن په 10 توپونو 23 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د نیدرلینډ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ مدثر بخاري 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ ټایم واندر ګوګتین 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ ما جمیل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4ـــ پولوان میکیرین 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ ریلوف واندر میروي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ میچیل رایپون 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
7 ـــ پیټر بورن 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .