افغانستان اماراتو ته سخته ماتې ورکړه / نړیوال جام ته د غوراوي درېیمه سیالۍ

 
  د جمعې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د چنګاښ (سرطان) نولسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د جولای له لسمې نېټې سره برابروه. د 2016 زېږدیز کال، نړیوال شل اوریز کرکېټ جام سیالیو ته د غوراوي درېیمه سیالۍ د افغانستان او اماراتو کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ د سکاټلیند د ایدینبورګ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د اماراتو د لوبډلې، لوبډل مشر محمد توقیر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د اماراتو کرکېټ ملي لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 164 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 165 منډو هدف ورکړ .
  افغان کرکېټ ملي لوبډلې د 17.2 اورونو په لوبولو او د خپلو 2 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېر آسانۍ تر لاسه، چې د اماراتو لوبډلې ته یې د 8 وېکټو او 16 توپونو په توپیر سخته ماتې ورکړه .
  د افغان لوبډلې له لوري محمد شهزاد محمدي ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 37 توپونو 74 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 7 څلوریزې، 5 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د اماراتو او افغانستان د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د اماراتو د توپ وهنې برخه :
1 ـــ فیضان آصف په 19 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ محمد شهزاد په 28 توپونو 43 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ شیمان انور په 25 توپونو 35 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سواپنیل پټېل په 15 توپونو 8 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
5 ـــ عبدالشکور په 19 توپونو 20 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې .
6 ـــ امجد جاوېد په 8 توپونو 14 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
7 ـــ محمد نوید په 5 توپونو 10 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ عمیر علي په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د اماراتو د توپ اچونې برخه :
1ـــ محمد نوید 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ امجد جاوېد 3.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ــــ روحن مصطفی 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ احمد رضا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ محمد شهزاد یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 4 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ عمیر علي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې او یو  لوبغاړی یې وسوځاوه .
7 ـــ محمد توقیر 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د افغانستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ محمد شهزاد محمدي په 37 توپونو 74 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ نوروز منګل په 13 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
3 ـــ اصغر ستانکزي په 33 توپونو 44 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
4 ـــ سمیع الله شینواري په 23 توپونو 30 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې .
د افغانستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ دولت ځدراڼ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 46 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ محمد نبي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ حمید حسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ــــ میرویس اشرف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ شرف الدین اشرف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .