افغانستان نیدرلینډ ته ماتې ورکړه / نړیوال جام ته د غوراوي دویمه سیالۍ

 
  د پنجشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د سرطان (چنګاښ) اتلسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د جولای له نهمې نېټې سره برابره وه، د 2016  زېږدیز کال نړیوال شل اوریز کرکېټ جام سیالیو ته د غوراوي دویمه سیالۍ د افغانستان او نیدرلینډ کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ د سکاټلینډ د ایدنبورګ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه.
  د لوبې پچه د نیدرلینډ لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) پیټر بورن وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه .
  افغان کرکېټ ملي لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 162 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 163 منډو هدف ورکړ .
  د نیدریلنډ کرکېټ ملي لوبډلې د 19.4 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 130 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 32 منډو، 3 وېکټو او 2 توپونو په توپیر یې له افغان لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
  د افغان لوبډلې له لوري شرف الدین اشرف ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27منډې یې ورکړې، 3 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی یې ونومول شو .
د افغانستان او نیدرلینډ د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د افغانستان د توپ وهنې برخه :
1ـــ شهزاد محمدي په 6 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ نوروز منګل په 23 توپونو 29 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
3 ـــ اصغر ستانکزي په 5 توپونو 2 منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
4 ـــ سمیع الله شینواري په 42 توپونو 44 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ محمد نبي په 29 توپونو 33 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ نجیب الله ځدراڼ په 11 توپونو 33 منډې جوړې کړې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ شفیق الله شفق په 3 توپونو 13 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
8 ـــ میرویس اشرف په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
د افغانستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ دولت ځدراڼ 3.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ محمد نبي 4 اورونه توپ اچونه تسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ حمید حسن 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4ـــ میرویش اشرف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ شرف الدین اشرف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ سمیع الله شینواري یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 5 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د نیدریلینډ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ سټیفن مایبورګ په 10 توپونو 13 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ میچیل سوارټ په 25 توپونو 18 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
3 ـــ بین کوپر په 23 توپونو 36 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ ویسلي بارېسي په 19 توپونو 18 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ پیټر بورن په 10 توپونو 10 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
6 ـــ ریلوف واندر میروي په 2 توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ پیټر سیلار په 6 توپونو 6 منډې جوړې کړې او سټمپ اوټ شو .
8 ـــ میچیل رایپون په 16 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ مدثر بخاري په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
10 ـــ ټایم واندر ګوتن په 4 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
11 ـــ ما جمیل په 4 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د نیدرلینډ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل سرواټ یو اور توپ اچونه ترسره کړه، یوه منډه یې ورکړه، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ مدثر بخاري 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ ټایم واندر ګوتن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ ریلوف واندر میروي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 47 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ میچیل رایپون 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 8 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ پیټر سیلار یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 8 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ ماجمیل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .