چې ته نه يې

 
وروسته له تا به
دنيا ورانه کړم
وروسته له تا به
زړونه مات کړم
وروسته له تا به
ځان هير کړم
وروسته له تا به
زنده ګي تمامه کړم
چي ته نه يي
دنيا به حيرانه کړم
نړي به پښيمانه کړم
آسمان به په ژړا کړم
ځمکه به هيره کړم
سپوږمي به يوا‌زي کړم
ستوري به ليوني کړم
خپل نيمګړي وجو‌د به
خاو‌رو ته ډالي کړم
خپل نيمګړي ارمان به
خاورو ته وسپارم
رڼا پکتياواله