د غصب د مخنیوي او غاصبینو د نیولو لړۍ له ټوپ دښتې څخه پیل او د ولایت په کچه پلي کیږي

 
د میدان وردګو والي وایي په دغه ولایت کې یې د غصب د مخنیوي او غاصبینو د نیولو لړۍ له ټوپ دښتې څخه پیل کړې او د دې ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون به په ټولو ولسوالیو کې پلي شي او په دغه برخه کې له سرغړونکو سره جدي او قانوني چلند ترسره کیږي .
د دغه ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات د نظامي شورا په غونده کې وویل د بېلابېلو ادارو یو باصلاحیته مسلکي کمیسون ته یې دنده ورکړې ، چې لومړی د ټوپ دښته کې د ځمکو څخه د لیدنې په ترڅ کې د ولسونو شخصي او دولتي ځمکې معلومه کړي، خو د دغه کمیسون له چارو وړاندې هیڅوک په هغه ځمکه کې د بیارغونې او نورو چارو د ترسره کولو حق نلري .
ده همدا راز زیاته کړه، هره هغه کسانو چې په یاده سیمه کې دولتي ځمکه غصب کړي وي، ځمکه به یې دولت ته وسپارل شي او له غاصبینو  سره به پرته له کومې وېرې او اړېکې قانوني چلند ترسره شي .
د میدان وردګو والي وویل دغه باصلاحیته مسلکي کمیسون به ډېر ژر خپلې چارې د ټوپ په دښتې کې بشپړي کړي او له هغې وروسته په هغو سیمو کې چارې پیل کوي،چې هلته هم غصب ترسره شوی وي او یا هم د غصب د ترسره کېدو وېره لیدلی کیږي.
ښاغلي حیات د معلوماتو له مخې د غصب د مخنیوي دغه لړۍ به د سیداباد،چک،نرخ، جلریز او یو شمېر نورو ولسوالیو سربېره په مرکز میدانښار کې په جدي ډول ترسره کیږي او ژمن دی،چې په دغه برخه کې له قانون پرته له بل هیچا سره معامله او ملګرتیا ونکړي.