
قبر سره ګل ته ويل:
ای د عاشقانو ګله!هغه د اوښکو څاڅکي چې هره شپه د چرغږ او سحر له سترګو ستا په ښکلي بڼه راتوئيږي ته پرې څه کوې؟
ګل وويل:
اول راته ووايه ! هغه چې ته يې هر وخت خپلې ګيدې ته ننباسې څه ورسره کوې؟
قبر وويل: ګله ! زه له هرې اروا نه چې ما ته يې سپاري پرښته جوړوم او اسمان ته يې ليږم.
ګل وويل:قبره ! زه دغه اوښکې ورو ورو د عطر و او عسلو په صورت تبديلوم او خلکو ته يې ورکوم !
(هوګو)
د لوړ خيالونه او ژور فکرونه( کتاب څخه)