
د لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر فرمان ته په نه کتلو قانون مات کړ او د محرومو، ناامنو او کمو پرمختللو سیمو اولادونو ته یې د امادګۍ جوړ شوی پوهنځی وتاړه.
متأسفانه سږکال بیا هم لوړو زده کړو ته د شمول د کانکور په نتیجو کې د ولایتونو تر منځ زیات توپیر موجود دی، چې د نامتوازنې پوهنې، د کانکور د ناشفاف او ناکاره سیستم او د زورواکانو د مداخلو څرګندونه کوي. دا ستونزه له تیرو ۱۴ کلونو راپدې خوا همداسې راروانه ده چې هم لنډمهاله او هم دایمي حل غواړي.
د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې له ټولو پرمختګونو سره سره د هیواد ځینې سیمې له دغو فرصتونو بې برخې پاتې شوې دي. نو په دې خاطر د اماده ګۍ پوهنځي د جوړولو اړتيا موجوده وه، چې محرومې او مظلومې سیمې د موجود ټیټ حالت څخه یو څه وژغوري. د همدغه هدف د حصول او د هیواد د متوازن انکشاف او ټولنیز عدالت د تأمین لپاره مدني او کلتوري ټولنو، د افغانستان د پوهنتونو د استادانو اتحادیې، په ملي شورا کې د ولس په لسګونو استازو او نورو افغانانو بیا بیا غوښتنې وکړې چې د محرومو سیمو د ستونزو د لنډ مهاله حل په توګه دې د اماده ګۍ پوهنځی جوړ شي.
د پروګرام قانوني بنسټ دادی چې د افغانستان اساسي قانون زده کړه د هر افغان بشري حق ګڼي او ټولو افغانانو ته د متوازن انکشاف برابرولو مسئولیت لري. د همدې اصولو په رڼا کې د افغانستان اسلامي جمهوريت پخواني ولسمشر د۳۰۰ فرمان له مخې امر وکړ، چې د محرومو ولایتونو زده کوونکو ته د اماده ګۍ پوهنځي پروګرام له ۵ تر ۸ کلونو مودې لپاره منظور دی. په نوموړي فرمان کې دا پیشبیني هم وشوه چې د اړتیا په صورت کې دا موده اوږدیدای هم شي.
د پروګرام عملي پيل دوه کاله د مخه وشو. که څه هم د لوړو زده کړو وزارت لدې پروسې سره له لومړي پیله ټینګه ژمنه نلرله (مثلاً په لومړي کال یې له ۴۰۰۰ کسانو سهمیې څخه یوازې ۵۰۲ کسان او په دوهم کال یې له ۴۴۰۰ کسانو سهمیې څخه یوازې ۳۰۰ کسان په اماده ګي پوهنځي کې شامل کړل. همدارنګه د دې پر ځای چې د وري په میاشت کې درسونه پیل کړي، په اسد میاشت کې یې پیل کړل). خو د ولسمشر د امر او ولس د غوښتنو له مخې یې د اماده ګۍ پوهنځی جوړ او د مستحقو ولایتونو کم شمیر شاګردان پکې شامل کړل شول.
د پروګرام ښه اړخ دا و چې ورزیده استادان او متعهد مشرتابه ورته وټاکل شو. استادانو، اداري ټیم او کارکوونکو د شپې تر نهو بجو دغو مستحقو شاګردانو ته د تدریس پروسه پر مخ یووړله او کار یې ښه نتیجه ورکړه. په لومړي کال کې له ۵۰۲ کسانو څخه ۴۸۸ کسان پوهنتونو ته بریالي شول او دا یې ثبوت کړه چې د افغانستان د هر کونج اولادونو ته که فرصتونه برابر شي، نو د زده کړې او د هغې د دوام استعداد لري.
د اماده ګۍ پوهنځي ته د شمول د استحقاق ميکانيزم په پوره شفاف او عادلانه ډول ټاکل شوی دی چې د هر ولایت، سیمې، قوم او ژبو ویونکو څخه پکې مستحقین شامل شوي و او شاملیږي، یعنې مطلق یو ملي افغانستان شموله پروګرام دی.
سږکال د اماده ګۍ پوهنځي ته له ۲۱ ولایتونو څخه د محرومیت د ۵۰٪ محاسبې له مخې ۴۵۶۱ زده کوونکي د شمول مستحق دي:
ګڼه |
ولایت |
د مستحقینو شمیر |
ګڼه |
ولایت |
د مستحقینو شمیر |
۱ |
کابل |
۴۰۱ |
۱۲ |
سمنگان |
۹۸ |
۲ |
لوگر |
۱۵۶ |
۱۳ |
سرپل |
۲۶۹ |
۳ |
پکتیکا |
۲۳۸ |
۱۴ |
بادغیس |
۳۱۳ |
۴ |
هلمند |
۲۸۱ |
۱۵ |
هرات |
۱۷۵ |
۵ |
ننگرهار |
۶۷ |
۱۶ |
فراه |
۱۶۸ |
۶ |
لغمان |
۶۵ |
۱۷ |
نیمروز |
۱۲۱ |
۷ |
کونړ |
۱۴۶ |
۱۸ |
کندهار |
۵۹۹ |
۸ |
نورستان |
۱۳۱ |
۱۹ |
زابل |
۲۴۶ |
۹ |
بدخشان |
۴۲۵ |
۲۰ |
ارزگان |
۱۷۲ |
۱۰ |
بغلان |
۱۱۶ |
۲۱ |
غور |
۳۵۷ |
۱۱ |
کندز |
۱۸ |
ټول |
۴۵۶۱ |
اوس چې موږ وینو د لوړو زده کړو وزارت د قانون په ماتولو او بې له دلیله د اماده ګۍ پوهنځي عملاً متوقف کړی دی.
موږ د د افغانستان د پوهنتونو د استادانو د اتحادیې غړي د هیواد د داسې اوسیدونکو په توګه چې د هیواد ترقي، ثبات، عدالت او د نوي نسل باکیفیته او متوازنه روزنه ورته لوړ ارزښت لري، له ټولو اړونده مقاماتو غواړو چې د ولس د بچیانو دا حق دې په هر صورت ورته برابر او د محرومو سیمو د اولادونو لپاره د اماده ګۍ پوهنځي پر وګرام دې لا تقویه کړي.
-
د لوړو زده کړو وزارت دې د خپل کاري مکلفیت او قانوني مسئولیت له مخې د ولسمشر د ۳۰۰ فرمان له مخې سږکال د اماده ګۍ په پوهنځي کې۴۵۶۱ افغان زده کوونکي شامل او د درس ویلو ټولې اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.
-
د ولس استازي دې له لوړو رده کړو وزارته په ټینګه وغواړي چې د ولسمشر فرمان دې دې تر هغې راتلونکې مودې پورې عملي کړي چې په یاد شوي فرمان کې یې وړاندوینه شويده. د ولسمشر د فرمان تعلیقول یا نه منل د وزارت یا بلې ادارې صلاحیت ندی.
-
له نوي ولسمشر صاحب څخه غواړو چې د لوړو زده کړو وزارت ته جدي امر وکړي چې د ولسمشر په تبدلیدو د نظام ټولې چارې له سره، نه پیلیږي او باید د اماده ګۍ پوهنځی نه یوازې دا چې دوام وکړي، بلکې باید لا تقویه او منظم شي، د ولسوالیو په کچه معلومات تیار او د هغه له مخې مستحقین معرفي شي، پوهنځی پیل او په ډیر عالي او با کیفیته ډول پر مخ لاړ شي.
-
له مدني، ولسي او کلتوري خوځښتونو غواړو چې خپلو مدني غوښتنو ته دوام ورکړي او چا ته اجازه ورنکړي چې د خیر او صلاح دا ملي پروسه ودروي.
-
له ټولو افغان سیاسي مشرانو، روڼ اندو، رسنیو او ولس څخه هم غواړو چې هغو افغانانو سره چې په اماده ګۍ پوهنځي کې شمول یې حق دی مرسته وکړي، تر څو خپل حقوق تر لاسه کړي.
و من الله التوفیق
د افغانستان د پوهنتونو د استادانو اتحادیه،