د نږدې ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 
د میدان وردګو ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې  د نږدې ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو سربند او کانال تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په سرخ دیوال سیمه کې د اوبو یو کانال چې ۱۲،۵ کیلو متره اوږدوالی او ۷۰ ساتنې سور لري، د اوبو او برېښنا وزارت د ۲۰  میلیونو افغانیو په لګښت د یوه کال په موده کې تر جوړېدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
همدا راز د یادې ولسوالۍ په بتاب شینه سیمه کې د اوبو یو سربند،چې ۳۵ متره اوږدوالی او ۲ متره سور لري،د اوبو اوبرېښنا وزارت د نږدې ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د شاوخوا یو کال په موده کې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو.
یادې دواړه پروژې د سیمې د زرو کورنیو د ګټې اخیستنې ظرفیت لري
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د بیارغونې د یادو پروژو له امله د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د سیمې اوسیدونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ لارښوونه وکړه،چې له دواړو کانالونو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي .
ده اوبو او برېښنا وزارت څخه هم مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې یې د بیارغونې په برخه کې دوه سترې پروژې پلې کړې او په راتلوونکې کې ترې په دغه برخه کې د نورې همکارۍ هیله څرګنده کړه.