
د جلریز ولسوالۍ په قلعه یادګار سیمه کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ملي پیوستون پروګرام په نږدې درې میلیونه افغانیو مالي لګښت د غونډو تالار تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غونډو دغه تالار چې د جوړولو چارې یې د یوه کال په موده کې بشپړي شوي، ۱۸ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري،چې د دوه نیم میلیونو افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول رغول شوی دی .
درې میاشتې وړاندې هم د جلریز ولسوالۍ په قلعه نو سیمه کې د غونډو یو بل تالار هم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی وو.
درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر