
په بد مرغۍ کې دا ښېګڼه شته چې رښتيني دوستان راپيژني.
انسان په بدمرغۍ او بې وزلۍ کې ځان پېژني.
بدمرغي وړتيا روزي.
ستره بدمرغي دا ده چې د زغملو نه وي.
بدمرغي د سوکالۍ تر څنګ وﻻړه ده.
يوازې بدمرغي ده چې بشپړه وي.
يوه بدمرغي بله زېږوي.
په هره بدمرغي کې يوه ښېګنه هم شته.
اسمان ليرې ځمکه سخته.
ليونی که هر څومره غښتلی وي د شپنۍ وړ نه دی.
څوک چې پر ټولو مهربان وي هغه د کينو نه په امن کې وي.
د نورو خلکو غلطيو ليدل مشکل نه دی خو د خپلو علطيو ليدل مشکل دي.
مار چيچلۍ د رسۍ هم ډاريږي.
هغه ښځه چې د خپل ميړه سره په خوښيو او بدو کې څنګ پر څنګ وﻻړه وي د پادشاهۍ وړ ده.
څوک چې د پيرودلو توان نه لري هغه د پلورنځۍ تر څنګ دريږي وايې چې هغه نه اخلم او هغه مې نه دی خوښ.
څوک چې د خپل بخت نه راضي دی هغه غښتلی دی.
د پوهانو لويي په دې کې ده چې پخپله پوهه نه مغروريږي.
بارشاهان او لويان تر ﻻس ﻻندې خلکو ته ضرورت لري.
څوک چې د خپلو کړو وړو نه خوشحاله وي هغه به نه شرمنده کيږي.
د نه رضاييتوب څخه بله ستره بد مرغي نشته.
سمه ﻻر ښکاره او اسانه ده،خو خلک په کږو وږو ﻻرو کې ﻻلهانده دي.
څوک چې پوهيږي هغه څه نه وايي ، خو څوک چې نه پوهيږي هغه هر څه وايي.
هر څومره چې خلک هوښياريږي ، دومره د حکومت کول ستونزمن کيږي.
چيرته چې قانون نه وي هلته جنايتونه زياتيږي.