د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په اړه د میدان وردګو والي حیات الله حیات پیغام

 
نن جمعه چې د چنګاښ ۵مې او جون میاشتې له ۲۶مې نیټې سره سمون خوري د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې سره سمون خوري، په داسې حال کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې نړیواله ورځې څخه یادونه کوم چې لا هم د ګران افغانستان  د ځوانانو،‌ ماشومانو او ښځو په منځ کې اعتیاد مخ پر ډیریدو دی او په خواشینۍ سره باید ووایم چې حکومت د هغې د مخنیوي له پاره کومه ځانگړې حل لاره نه لري.
د راپورونو له مخې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې پر نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر دوه برابره زیات شوی،چې دغه شمېره له یو نیم میلیون څخه درې میلیونو ته لوړه شوې،چې ګران هېواد نفوسو ته په کتو سره دغه شمېره لویه تباه کوونکي ګڼل کیږي .
د معلوماتو له مخې په میدان وردګو ولایت کې هم د روږدو کسانو شمېر له ۱۸ څخه تر ۲۷ زرو پورې رسیږي،زه دغه شمېر د جهاد،سنګر،شهیدانو او غازیانو ټاټوبې میدان وردګ لپاره د خطر یو زنګ بولم او د سبا ورځې لپاره به روږدي شوي  کسان د همدې ټولنې د اوږو بار وي .
غواړم د میدان وردګو ولایت په شریف اولس په ځانګړې ډول په دیني عالمانو او ښوونکو باندې چې د ټولنې په زیان د دغه ناوړو توکو پر وړاندې په جدي مبارزه کې له موږ سره همکاري وکړي .
له هر دیني عالم څخه غواړم،چې د نشه یې توکو د حراموالي په برخه کې خپل دیني رسالت  سرته ورسوي او  د مساجدو هر ملا امام باید د خپلي دیني وجیبي په نظر کې نیولو سره ولسونو ته عامه پوهاؤی ورکړي، تر څو زمونږ اسلامي ټولنه له دې شره خلاص او په امان کې پاتې شي.
په همدې ډول د مخورو، ښوونکو او د میدان وردګو ولایت له ټولو اولسونو څخه غواړم،چې د حجرې،ټولګي ، کروندې،ادارې او نورو برخو کې د عامه پوهاوی په ترڅ کې خپل ځوانان د نشه یې توکو له کر،قاچاق او استعمال څخه منعه کړو ترڅو مو په دغه برخه کې خپل ایماني مسؤلیت ادا او ټولنه مو د بدبختیو څخه ژغورلي وي .
د یوه سوکاله افغانستان په هیله