
مځکې زو کړې او اسمان روزلی يمه،له ويالو ډنډو او دريابونو څخه تازه تازه څاڅکي راوړم ، پر تاندو لباندو ګلونو چې د پاڼو پر شينکيو سرويږدو د خواږه خوب پريشانۍ وړي دي نازک پازک سيوري کوم، د نازولي ګلاب په سورکيو کټوير کې د مرغلرو اميلونه رژوم،فيروزه رنګه واښه چې د قدرت د ﻻس انځور دی له مړاويدلو څخه ساتم، له وزرو څخه چې مې پرخې توييږي ښکلې غوټۍ له خواږه خوبه راويښوي،چې د ږليو په اورولو پيل وکړم، ته به وايې د شنو ډاګونو او زرغونو ډګرونو پر مخ سپين څادر غوړوم ،د غرو پر سرو د واورو کافور غلبيلوم، د غوټيو مسکيو خولو ته چې وګورم دا سپين سپين ډګرونه چې ووينم ،تالنده سم کټ کټ وخاندم ، تير سم ، د دريابونو د غاړو په مساماتو کې پټه سمه.
په دغه ترڅ کې چې تيز بادونه د لمر د منځنيو وړانګو په مرسته شنه ګومبته جوړوي، د هسک له يوې څنډې څخه بيا په مسا پيل وکړم، ورو ورو کټکی په زوره کړم تر څو چې بيا د لمررڼا تته سي، د شپې په تياره کې د باد د نازکو ﻻسو پر نالې غږيږم ، د غرو د څوکو پرسپينو واورينو بالښتونو سر ږدم ، د هسک لور ته ګورم هغې سپين اندامې ګلرخې پيغلې ( سپوږمۍ) ته ځيره سم چې پر هغو نيلي فرشو په ناز ګامونه اخلي چې طبيعت ورته غوړولي دي . نا څاپه دغه ستمګاره ښکلې زما خواري پلو هم پورته کړي راڼه ستوري چې لکه ملا تړلي مريان په پسې وي سترګکونه وهي ، زما ددوی پر حال کټ کټ خندا راسي تر خولې مې په زرو مرغلرې د نړۍ په سر خوني سي ، بيا په کټکي و خاندم او وﻻړه سم.