
د قرآن کريم هره لارښوونه د انسان د دنیوي او اخروي نیکمرغۍ لپاره نازله شوې ده او ګڼ اړخونه او ابعاد لري. روژه چې د اسلام له پنځو بناوو څخه يوه ده، هم ګڼې دنيوي او اخروي ګټې لري. د جسمي، رواني او ټولنيزې روغتیا ښه والی او بهبود د روژې د دنيوي ګټو له جملې څخه دي. بشپړه روغتيا هغه مهال شونې ده چې د انسان مادي او معنوي طبيعتونه په خپلو کې سره انډول ولري. له همدې امله د روژې رازونه او ګټې د بدنونو د علومو (طب) او د اديانو تر ژورې څېړنې او بحث لاندې وو. لنډه دا چې سمه روژه د نفس د غوښتنو په کنټرولو کې د انسان اراده پياوړې کوي، په انسان کې د صبر او استقامت اخلاق روزي، د نورو خلکو د ستونزو په اړه د انسان درک ژورتر کوي او د انسان جسمي او رواني روغتيا ښه کوي او بهبود په کې راولي.
د نورو څلورو اسلامي بناوو له رښتينې ادا سره يو ځای رښتينې روژه د انسانیت د هغې لوړې مرتبې په لور د انسان د ارتقاء او تکامل لامل کیږي چې سعدي عليه رحمة ورته "مقام آدمیت" يعنې د انسانيت مقام ويلي. يو روژه دار چې له حلال او مباح شهوت څخه په پرله پسې توګه د يوې مياشتې په موده کې ډډه کوي، هرومرو يې له ناروا شهوت څخه د پرهيز اراده او همت پياوړي کېږي او هم يې د طمعِ بلا کمزورې کېږي. د طمعِ کمزورې کول د روژې د مهمو لاسته راوړنو څخه يوه هغه ده چې د "مقام آدمیت" پر لور د انسان په تکامل کې ډېره اړينه ده. مولانای روم څه ښه وايي:
حــق ترا باطـل نماید از طمــــع در تو صد کوری فزاید از طمع
از طمع بیزار شو چون راستان تا نهی پابر ســــر آن آستـــــان
د رواني طب له نظره، طمع په انسان کې اضطراب (Anxiety) پيدا کوي او پرله پسې اضطراب د کورتیزون (Cortisone) هورمون د لوړېدو لامل ګرځي او په مکرر ډول د اضطراب حالت پيښيدنه او د کوتیزون پرله پسې لوړوالی روغتیا له خطر سره مخامخ کوي.
رښتينې روژه د جسمي او رواني رغتيا ترمنځ دانډول په رامنځته کولو سره د انسان په دنيوي او اخروي نېکمرغۍ کې د پام وړ رول لري. سمه روژه د لوّامه نفس په پیاوړي کولو او د امّاره نفس په کمزوري کولو سره د احساس او فکر (Feeling and Intellect) ترمنځ انډول رامنځته کوي او د نفس پر غوښتنو د انسان اراده او کنټرول ډېر پياوړي کوي. د نفس پر غوښتنو د انسان د کنټرول او ارادې پياوړتيا د انسان د شخصیت د محتوياتو په هغه برخه کې بدلونونه رامنځته کوي چې ارواپوهان يې Ego (أمّاره نفس) بولي. د ایګو مهارول د خاکسارۍ، زغم او زړه سواندۍ په څير اخلاقو، د حقایقو د غوره درک، د عادلانه قضاوت او همدا راز د عاطفي ذکاوت د پياوړتيا لامل کیږي.
د عاطفي ذکاوت په لوړولو کې د روژې رول
عاطفي ذکاوت يا (Emotional Intelligence) د انسان له هغې ټولنيزې وړتيا څخه عبارت ده چې هغه د خپلې عاطفې او احساس په واسطه د نورو احساسات درک کوي او د پېښو ژورو ته کېوځي. هغه څوک چې له دې الهي ورکړې څخه برخمن وي، زيات درک او ډېره پوهه لري چې څنګه د ده احساسات او کړنې پر نورو خلکو اغېز پرېباسي او چې څنګه بايد خپل مثبت* او منفي** احساسات تعديل کړي او سمون په کې راولي. د نړۍ وتلي او بريالي مشران د الله تعالی له دغې ورکړې څخه چې د مثبتو(نیک) احساساتو رانغاړونکې ده، برخمن پاتې شوي دي.
عاطفه او مثبت احساس له انسان سره د نورو د حالاتو په درک کولو کې ډېره مرسته کوي. د نورو د حالاتو او اړوندو قضيو سم او په خپل وخت درک، د سمې او پر ځای پرېکړې نيونې لپاره د انسان يوه ډېره قیمتي وړتيا ده.
قرآن کريم د احساساتو او غوسې اداره (والکاظمین الغیظ....... 134:3) له ښو کارونو څخه يادوي او پيغمبر صلی الله عليه وسلم هغه د انسان د معنوي ځواک تله فرمايلې ده.
عاطفي ذکاوت د ځان پیژندنې يوه مهمه برخه هم ده. هغه څوک چې کولای شي له غبرګون وړاندې خپل احساسات ښه تحليل کړي او د غوسې او ډېرې خوښۍ په حالت کې پرېکړه نه کوي، په حقیقت کې ډېر پوه او بيدار خلک دي او په غوره توګه خپل ځانونه پېژني. د طب علم له مخې، غوسه او قهر په انسان کې د يو ناوړه داخلي فکر پر وړاندې د هغه یو جسمي غبرګون دی. د دې ترڅنګ، يو شخص چې پر خپل احساس او فکر کنټرول ولري، هغه پر خپل بدني غبرګون (وينا او کړنه) هم برلاسی وي.
عاطفي ذکاوت د خدای تعالی ورکړه ده او د روزني، ودې او پياوړتيا وړ ده. د روژې د اغېزورښتينې شننه ښيي چې د اسلام دغه رکن، په ځانګړې توګه د انسان د عاطفي ذکاوت په پياوړتيا کې د پام وړ رول لري او د لوّامه نفس په پياوړي کولو او د امّاره نفس په کمزوري کولو سره د احساس او فکر ترمنځ انډول رامنځته کوي. د احساس او فکر ترمنځ انډول د انسان د رواني او ټولنيزې روغتيا يوه ډېره مهمه او فوق العاده برخه ده.
* مثبت احساسات: مینه، رحم، باور، امنيت او داسې نور
** منفي احساسات:وېره، کرکه، غوسه، کينه او داسې نور
د روژې روغتيايي ګټې
انسانانو ميليونونه کلونه داسې ژوند کړی چې کله به قحطي وه، خواړه به نه پيدا کېدل او کله به هر څه پرېمانه وو، له همدې امله د انسان بیالوژي داسې عياره او برابره شوې چې کله ناکله د خواړو قحطي تجربه کړي. د بيالوژۍ له نظره، په یوه کال کې يوه مياشت روژه د بدن لپاره د دې فرصت برابروي چې د بدن بېلابېل ارګانونه خپلې بې کاره حجرې (سلول) نوې او هغه زیان رسوونکي مواد چې په بدن کې جمع شوي، ایسته وغورځوي.معاصرو طبي علومو ګڼ داسې حقیقتونه موندلي او کشف کړي دي چې روژه څنګه د جسمي او رواني روغتيا لامل ګرځي او د ژر بوډا توب مخه نيسي.
هغه ذات چې د انسان بدن او روان او د هغه چاپيريال او خواړه يې پيدا کړي دي، له شک پرته په دې هم ښه پوهيږي چې د انسان لپاره څه شی ګټور او څه شی زيان رسوونکی دی.
د روژې په اړه قرآن کريم په صراحت سره لارښوونه کړې:
"يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنوا كُتِبَ عَلَيكُمُ الصِّيامُ كَما كُتِبَ عَلَى الَّذينَ مِن قَبلِكُم لَعَلَّكُم تَتَّقونَ" (البقرة، 183)
ژباړه: ای هغو کسانو چې ايما مو راوړی دی، روژه پر تاسو فرض شوې ده، لکه څنګه چې په له تاسو وړاندې کسانو باندې فرض شوې وه، ترڅو پرهېزګار شئ.
روژه نه يوازې د يوې مياشتې لپاره له اوبو، خواړو او جماع څخه ورځنی پرهيز دی، بلکې له نورو سره د چلند په ډول کې دسپلين راوستل، تفکر سمول او په صبر، استقامت او نورو اخلاقي فضایلو کې د نفس روزنه هم ده. همدا لامل دی چې روژه د انسان جسمي، رواني او ټولنيزه روغتیا ښه کوي او بهبود په کې راولي.
د ۲۰۱۳ زېږديز کال په پيل کې د انګلستان څو طبي څېړونکي د سلګونو ترسره شويو تحقیقاتو له مطالعې وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې روژه د انسولين هورمونونو د آخذو د خرابېدو مخه نیسي او د شکر ناروغۍ په ګډون د ګڼو ناروغيو مخنیوی هم کوي. انسولين يوه داسې کيمياوي ماده ده چې د پانقراس په واسطه ترشح کېږي او انرژي لرونکي مواد د بدن ټولو حجراتو ته رسوي.د انسولين آخذې د حجراتو پر دېوال قرار لري. د دغو آخذو خرابېدل د دې لامل کېږي چې انسولين ونه شي کړای د حجراتو داخل ته ننوځي، نو له همدې امله د شکر او نورو ناروغيو او ستونزو باعث کېږي.
انسولین يوه کيمياوي ماده ده چې د پانقراس په واسطه ترشح کېږي او انرژي لرونکي مواد د بدن ټولو حجرو ته رسوي. د انسولین آخذې د حجراتو پر دېوال قرار لري. د دغو آخذو خرابي د دې لامل کېږي چې انسولين ونه کړای شي د حجرو منځ ته ننوځي، له همدې امله د شکر ناروغیو او نورو ستونزو باعث کېږي.
نورې څېړنې ښيي چې روژه په مغز کې نور حجرات رامنځته کوي. د حجراتو وده د مغز په يوه برخه کې (Hippocampus) صورت مومي چې د انسان د حافظې او تعقل ځای دی. د حافظې او تعقل پر ښه والي او بهبود سربېره د روژې دغه اغېز په لوړ عمره اشخاصو کې د نويو شيانو د زده کړو ظرفیت لوړوي او د Alzheimer (په لوړ عمر کې هېرول) په څېر د مغزي ناروغيو د پېښو د کموالي سبب ګرځي. په هغو کسانو کې چې سمه روژه نیسي، د حافظې د بهبود له میکانیزمونو څخه يو دا دی چې روژه په مغز کې د (Brain-derivedneurotropic factor-BDNF) په نوم د يوې پروتيني مادې د رامنځته کېدو سبب ګرځي. دغه ماده په مغز کې د نويو حجراتو د رامنځته کېدو لامل کېږي او د حافظې او زده کړې د پياوړتيا او باعث ګرځي. د انسان د سم قضاوت لپاره د حافظې او تعقل روغتيا اړينه ده او واقعي روزه د هغو کسانو د عقايدو او کړو وړو برخه ده چې پرهېزګاري يې خپله دنده او فکر ګرځولي دي. قرآن کريم په دې اړه چې تقوی د مؤمن د قضاوت لپاره د رڼا لامل ګرځي، داسې فرمايي: "يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنوا إِن تَتَّقُوا اللَّهَ يَجعَل لَكُم فُرقانًا وَيُكَفِّر عَنكُم سَيِّئَاتِكُم وَيَغفِر لَكُم ۗ وَاللَّهُ ذُو الفَضلِ العَظيمِ﴿ انفال سورت،۲۹ آیت﴾
ژباړه: ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی! که د الله تعالی (د فرمان له مخالفت) نه ډډه وکړئ، ستاسو لپاره له حق څخه د باطل د جلا کېدو لپاره وسيله برابروي (يوه خاصه رڼا در په برخه کوي چې په هغې کې حق له باطل څخه جلا کولای شئ)، او ستاسو ګناهونه پټوي او تاسو بخښي او الله تعالی د عظیم فضل څښتن دی.
روژه د روژه دار په وينه کې د نشو نما هورمون ۲۰ چنده زياتوي. د دې هورمون فعالیت د ګڼو روغتيايي بدلونونو باعث ګرځي چې يو يې د زړه د روغتيا بهبود او د عضلاتو ساتنه ده. سپورټ هم په بدن کې د نشو نما هورمون (Growth Hormone) زياتوي، له همدې امله هغه کسان چې کولای شي په روژه کې سپورټ هم وکړي، د روژې له فوق العاده ګټو څخه برخمن کېږي.
همدا راز روژه له بدن څخه د مضرو مالیکولونو د تخليې لامل ګرځي او د بدن عمومي التهاب کموي. د روژې دغه اغېز د ګڼو ناروغیو د مخنيوي باعث کېږي. د روژې پر مهال کله چې انسان د انرژۍ لپاره د بدن له غوړيو کار اخلي، ګڼ نور مواد هم چې د بدن په غوړيو کې ذخیره شوي او د ناروغيو لامل کېږي، له بدن څخه لرې او ايسته غورځول کېږي. په دغو موادو کې د ښارونو د ککړې هوا مضرې ذرې شاملې دي چې د انسان په شحمي موادو کې يې ځای نیولی دی.د وازدې د لرې کولو پر مهال، بدن د وینې کلسټرول هم کموي او دا بدلون روغتيا ته ډېر ګټور دی. د روژې پر مهال په بدن کې د شحمي موادو (وازدې) استقلاب (سوخت ساز) د روغتيا لپاره ګڼ ګټور بدلونونه لري. د وازدې استقلاب د کيتون په نوم داسې يوه ماده په وينه کې خوشې کوي چې د انسان مغز له هغې څخه د انرژۍ د توليد لپاره کار اخلي او د مغز ګټور خواړه دي.
د روژه دارو ګډه تجربه، په ځانګړې توګه د هغو روژه دارو چې په رښتينې توګه روژه نیسي، دا ده چې روژه د رواني خوښۍ لامل کېږي او د دوی پوهه او فکر ورسره لا ګړندی او روښانه کېږي؛ همدا راز يې د بدن انرژي ډېره لوړيږي. کېدای شي د روژې دا اغېز د ګڼو روحي او رواني فکتورونو زېږنده وي. خو د بيالوژۍ له نظره، د داسې رواني بدلونونو له ميکانيزمونو څخه يو دا دی چې د روژې د مبارکې مياشتې په دويمه اونۍ کې په وينه کې د اندروفین هورمونونو ترشح زياتيږي. دغه هورمونونه انسان ارام، خوښ او ويښ ساتي. د انسانانو په مغز کې د اندروفین کمښت يو له هغو فکتورونو څخه دی چې يو شخص دې ته اړباسي چې د نشه يي توکو په لټه کې شي. په نشه يي توکو ځينې روږدي خلک د اندروفين له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان دي. له دې امله چې روژه کولای شي د اندروفین هورمون ترشح لوړ کړي، سمه روژه نيول په ځوانانو کې د روږدېداپه کمښت او د نشه يي توکو په پرېښودلو کې مهم رول لرلای شي. د روژې مبارکه مياشت د انسان د ارادې د پياوړتيا او له مضرو عادتونو څخه د انسان د ژغورنې میاشت ده، له همدې امله دا مياشت د نشه يي توکو، الکول او سګرټو له روږدېدا څخه د خلاصي تر ټولو غوره مياشت ده. د دې ماشتې له برکت څخه باید استفاده وشي ترڅو ځانونه د سګرټو، الکولو او نشه يي توکو له خطرناک عادت څخه و ژغورو.
روژه د ژر بوډاتوب مخنيوی کوي
ګڼې څېړنې ښيي چې کم خوراکي او روژه په څاروي او انسان کې د ژر بوډاتوب مخه نيسي. د ځوانۍ د دورې د ساتنې لپاره د روژې د اغېزو د ميکانیزم تشریح د دې لنډې مقالې له وسه وتلې خبره ده، خو د یادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د څاروي او انسان په بدن کې د (IGF-1) په نوم یو هورمون موندل شوی چې د هغه زياتوالی د ژر بوډا توب لامل کېږي. روژه په بدن کې د دغه هورمون د ترشح اندازه کموي. پر دې سربېره، روژه د ساري او سرطاني ناروغيو پر وړاندې د انسان د بدن د معافیت سیستم پياوړی کوي او د يوه بل هورمون چې د (Growth Hormone)په نوم ياديږي، ترشح زیاتوي.
د انسان پر اعصابو او روغتيا د روژې اغېزې له ژر بوډاتوب څخه د مخنيوي لپاره يو بل فکتور دی. هغه څه چې تر دې مهال کشف شوي، دا دي چې د انسان د اعصابو سیستم چې د پراسیمپاتتیک په نوم ياديږي او جسم او روان ته ارام وربښي، د روژې په واسطه فعال تر کېږي. په هغه حالت کې چې دا سیستم فعال وي، د انسان د زړه د ضرباتو اندازه(Heart rate Variability) بهتره کېږي. د انسان پر جسم او روان د سمې روژې ټولې اغېزې چې څه ناڅه يې تر دې مهاله کشف شوي دي، د ژر بوډاتوب د را رسېدو مخنیوی کوي.
د روژې په مبارکه مياشت کې د خوراک او څښاک غوره طریقه
اوس مو چې رښتينې روژه د الله تعالی له لارښوونو او همدا راز له طبي غوښتنو سره سمه ياده کړه، لازمه ده چې د روژې په مبارکو ورځو کې څو ټکي چې رعايت يې د روژه دار جسمي او رواني ګټې زیاتوي، عرض شي:
۱- له روژه ماتې وروسته ډېر خواړه خوړلاو هغه هم ډېر غوړ يا ډېر خواږه خواړه چې د روژې روغتيايي ګټې له منځه وړي.په رمضان مياشت کې د شپې ډېر خوراک ته اړتيا نشته. ځکه روژه دار باید لومړی له هغو زېرمو څخه چې په ځیګر کې دي او د ګلای کوجن (Glycogen)په نوم ياديږي، د بدن د انرژۍ د تولید لپاره کار واخلي. يوازې په ځيګر کې د ګلای کوجن د سرته رسولو په صورت کې بدن د خپلو شحمي زېرمو په سوځولو پیل کوي. د ځیګر د زېرمو د سرته رسولو موده چاغو او ډنګرو کسانو ته په پام سره توپير کوي، خو اکثره يوه اونۍ وخت نیسي. لکه څنګه چې پورته ذکر شو، د روژې له مهمو ګټو څخه د وازدې (وازده) استقلاب دی. هغه کسان چې د ورځې روژه نیسي او د شپې په خوراک کې اسراف کوي او خواړه يې له غوړو او خوږې څخه ډک وي، د روژې له ګټو څخه لږه څه لاسته راوړي. د روژې په مبارکه مياشت کې، په ځانګړې توګه د پېشلمي پر مهال غوره ده داسې خواړه وخوړل شي چې په هغو کې الیاف (Fiber) زيات وي او همدا راز پېچلي نشایسته مواد او پروتين ولري.الیاف (سبوس) داسې مواد دي چې هضمیږي نه، خو په خواړو کې يې شتون ډېر ګټور دی. دا ډول خواړه له سبزیجاتو، مېوو، دال، نخود، لوبیا، سبوس لرونکو ډوډيو او داسې نورو څخه عبارت دي. د مېوو پوستکي الیاف لري او روغتيا ته ډېر ګټور دي. هغه خواړه چې له الیاف څخه ډک وي، په کرار کرار هضميږي او روژه دار د ورځې په اوږدو کې د انرژۍ د کمي له ډېرو ستونزو سره نه مخ کېږي. همدا راز الیاف له بدن څخه د زهریاتو د غورځېدلو باعث کېږي او هغه ډېر ګټور میکروبونه چې د انسان په خېټه کې ژوند کوي او د هغه د روغتيا لپاره ډېر اړين او ګټور دي، تغذیه کوي. د انسان په خېټه کې ګټور میکروبونه د انسان د مغز ډېر اړين مواد تولیدوي او د ژور خپګان او داسې نورو ناروغيو مخنيوی هم کوي. ډېر ښه او عالي الیاف چې د سپغول په نامه مشهور دي، په دکانونو کې موجود دی. د خپل د زړه د خوښې په څښاک کې يوه کوچنۍ څمڅۍ سپغول اضافه کول په پېشلمي کې ډېر ګټور دي. همدا راز غوره ده د پېشلمي خواړه پروتيني مواد او يوه اندازه شحم (وازده) هم ولري. غوښه، لوبیا، نخود، دال، ماهي هګۍ، مستې، شيدې او داسې نور له پروتين لرونکو خواړو څخه عبارت دي، خو خوړلو کې یې باید سنت طریقه چې له مړېدو وړاندې باید بس کړو، رعایت شي.
2- له هغو خواړو څخه چې په غوړيو کې سره کېږي، باید جدي پرهېز وشي. پکوړې، سمبوسې، چپس کچالو او داسې نور خواړه چې په غوړیو کې سره کېږي او د روژې په مياشت کې زموږ د خلکو عادت وي، روغتيا ته ګټور نه دي. کله چې غوړي زیات سره شي، په هغو کې د (Free Radical) په نوم زهر تشکيليږي چې روغتيا ته ډېر مضر دي. همدا راز د روژې په مياشت کې شريني باب (له هغو خواږو پرته چې په مېوو کې موجود دي) خوړل دروغتيا لپاره ګټور نه دي. په هغه کيک او کلچه کې چې د نړۍ په دې سيمه کې پخيږي، نه یوازې غوړي زیات دي، بلکې هغه غوړي چې په دې کيک او کلچه کې کارول کېږي، هم اکثره غیر صحي دي. هغه جامد نباتي غوړي چې دا مهال د هېواد په بازارونو کې پلورل کېږي، صحي غوړي نه دي. په هغو مايع نباتي غوړيو کې چې د نيمه جامدې کيمياوي پروسې په واسطه یې جوړوي، د (Trans fatty acid) په نوم شحمي تېزاب تشکيليږي چې د زړه د روغتيا او د انسان د وينې د سیستم لپاره ډېر مضر دي.
3-د روژې په مياشت کې د خلکو تر ټولو ستره ستونزه تنده ده.د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره لازمه ده چې له روژه ماتې وروسته په شپه کې ډېر مايعات وڅښل شي ترڅو ضایع شوي مايعات بېرته پوره او جبران شي. همدا راز په پېشلمي کې بايد زيات مایعات چې غوره يې پاکې اوبه دي (نه کوکاکولا او نور ګاز لرونکي مایعات)، وڅښل شي.د روژې په مياشت کې بايد ډېر لږ کافين لرونکي مايعات وڅښل شي. کافین لرونکې نوشابې له کوکاکولا، پيپسي، چای، قهوې او داسې نورو څخه عبارت دي. د دې وجه چې دا نوشابې باید ونه کارول شي، دا ده چې کافين يوه داسې ماده ده چې له يوې خوا د سړي ادرار (بولې) زياتوي او له بلې خوا يې خوب تښتوي او له بدن څخه د زیاتو اوبو د اطراح باعث کېږي، په داسې حال کې چې د بدن د اوبو کموالی او بې خوبي د ګڼو روغتيايي ستونزو او ناروغيو لامل کېدای شي. که چېرې روژه د ګرمۍ په موسم کې وي، د بدن مايعات د خولو (عرق) له امله ضایع کېږي او د مايعاتو په ضایع کېدلو سره د مالګې په ګډون د بدن ګڼ منرالونه هم کميږي. له همدې امله سپارښتنه کېږي چې که ډاکټر تاسو له مالګې څخه پرهېز کړي نه یاست، په پېشلمي کې د خپلې مالګې اندازه په نورمال حالت کې وساتئ. همدا راز تاسو کولای شئ د (نمکول) پاکټونه چې د اسهال د درملنې لپاره په بازار کې موجود دي، و پيرئ او يوه ډېره لږه اندازه يې له اوبو سره وڅښئ.ستاسو دا کار د دې لامل کېږي چې په روژه کې ستاسو د بدن مايعات او منرالونه کم نشي او هم د روژې له روغتيايي ګټې څخه برخمن شئ.
4- کافی خوب د روژې په ګټو کې زياتوالی راولي
له خواړو څخه پر سمې استفادې سربېره، په دې مبارکه مياشت کې له خوب څخه سمه ګټه پورته کول د روژې په ګټو کې زياتوالی راولي. کافي او ژور خوب د روژې د ګټورو اغېزو لپاره ضروري دي. د خوب په څلورم پړاو کې (خوب پنځه پړاوونه لري) په مغز کې د نويو حجراتو د يوې برخې توليد او د بلې برخې ترميم صورت مومي. د انسان د بدن فوق العاده مهم کيمياوي تعاملات چې د هورمونونو ترشح هم په کې شامل دی، د شپې او ورځې تر اغېز لاندې دي. په ورځ کې د لمر رڼا او په شپه کې تياره دواړه د روغتيا لپاره ضروري دي. ميلاتونين (Melatonin) هورمون چې د ارام خوب او په ټوله کې د روغتيا لپاره ډېر ضروري او ګټور دی، هغه مهال ښه ترشح کېږي چې انسان د ورځې له رڼا او د شپې له تيارې څخه ښه استفاده کړې وي. په ورځ کې د رڼا او په شپه کې د تیارې کمښت هر يو د انسان روغتيا له خطر سره مخ کولای شي. له بده مرغه په ډېری اسلامي هېوادونو کې د شپې او ورځې دوران ګډوډيږي چې هېڅکله د روغتيا لپاره ګټور نه دی. سنت طریقه دا ده چې انسان هر څومره وختي ویده شي او خپل خوب پوره کړي، پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي: "...صُمْوَأَفْطِرْوَقُمْوَنَمْفَإِنَّلِجَسَدِكَعَلَيْكَحَقًّا..." بخاري
ژباړه: (روژه ونيسئ او افطار وکړئ او قیام اللیل وکړئ او بيده شئ، دا پخه خبره ده چې ستاسو بدن پر تاسو حق لري.)
نو لازمه ده چې مسلمانان د ماسختن له لمانځه او تراويح وروسته ژر ويده شي ترڅو په پېشلمي کې د خوراک او څښاک لپاره له راپاڅېدو وړاندې د خوب لپاره کافي وخت ولري او په ۲۴ ساعتونو کې يې بايد لږ تر لږه له ۷- ۸ ساعتونو خوب کړی وي. که د شپې د چا خوب پوره نشي، بايد د ورځې ویده شي. د انسان د خوب دوره (Cycle) په ټوليزه توګه ۹۰ دقیقې ده او د خوب له لومړيو ۳۰ دقیقو څخه وروسته، انسان د ژور خوب پړاو ته ننوځي. که چېرې د ژور خوب په پړاو کې ويښ شئ، ستړي او ستومانه به ياستئ، نو غوره دا ده چې د يوه ساعت پر ځای نيم ساعت خوب وکړئ ترڅو ژور خوب ته داخل نشئ. که چېرې لا زيات خوب ته اړتيا ولرئ، نو ۹۰ يا ۱۸۰ دقیقې (درې ساعته) ويده شئ.
د شپې له خوا د ډېرو غوړو خواړو خوراک د بدن ګرمي يا حرارت لوړوي او د انسان خوب نا ارامه کوي. د یادولو وړ ده چې د لمر له وړانګو څخه استفاده د ميلاتونين هورمون د ترشح پر تنظیم سربېره ډېرې نورې ګټې هم لري چې د ويټامين D توليد هم په کې شامل دی. په بدن کې کافي ويټامين D د سرطانونو، د هډوکو د ستونزو او ساري ناروغيو په ګډون له ګڼو نورو ناروغيو څخه مخنیوي کوي او همدا راز ژور خوب لا پسې ژوروي او لا يې اراموي.
د روژې په مبارکه مياشت کې د کافي او ارام خوب لپاره باید لاندې ټکي په پام کې نيول شي:
غوره ده چې د روژه ماتي پر مهال ډېر غوړ خواړه ونه خوړل شي او غوره ده چې له روژه ماتي وروسته او خوب ته له تللو وړاندېله خوراک څخه ډډه وشي او بدني سپورټ هم بايد له خوب وړاندې ونشي.
د امکان تر بریده بايد د لمر له رڼا څخه د ورځې استفاده وشي او د شپې د ماسختن له لمانځه او تراويح وروسته بايد ژر ويده شو او د خوب خونه بايد بيخي تياره شي او د تيليفون په ګډون ټولې برقي ألې بايد له بستر سره نږدې نه وي. برقي څپې د میلاتونین هورمون د کافي ترشح مخنيوی کوي او د سړي خوب نا ارامه کوي.
5- د امیندوارو ميندو او ماشومانو روژه
هغه ماشومان چې له ۸ کلونو کم عمرونه لري، د طب له نظره باید ټوله مياشت روژه ونه نيسي. د طب له نظره، غوره ده چې امیندوارې او شیدې ورکوونکې ميندې روژه ونه نیسي او دا چې خپله روژه څه ډول جبران کړي، د خپل مذهب له اړوند ملا امام څخه دې فتوی واخلي. هغه کسان چې د پښتورګي د ګاڼې په ناروغۍ اخته دي یا د شکر ناروغي لري او يا په نورو سختو ناروغیو اخته دي، لازمه ده چې له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي چې روژه ونيسي او که نه او د ډاکټر د نظر په اساس باید پرېکړه وکړي.
6- د روژې د مبارکې مياشتې له پای وروسته خواړه
د روژې په مياشت کې زموږ د بدن د استقلاب (د هضم ځواک او د انرژۍ د توليد لپاره د خواړو مصرفول) فعالیت هم کميږي او دا د دې لپاره چې د روژې پر مهال يا د قحطۍ پر مهال بدن د خپلې انرژې زېرمې په ډېر اقتصادي ډول مصرفوي. موږ د خپل بدن د استقلاب له همدې کم فعالیت سره د اختر هرکلی کوو او که د خواړو په خوراک کې احتیاط ونه کړو او له روژې وروسته د اختر په ورځو کې په اصطلاح له ځانه خېټور جوړ کړو نو دا چې د بدن د استقلاب فعالیت مو کم شوی، ډېر ژر زموږ د بدن وزن زیاتيږي او د وينې کلسټرول هم لوړيږي. نو زما سپارښتنه دا ده چې له روژې وروسته لږ خواړه وخوړل شي، په ځانګړې توګه هغه خواړه چې یا ډېر غوړي ولري او يا هم ډېر خواږه وي. تاسو کولای شئ په ورځ کې د درې ځله خوراک پر ځای څلور يا پنځه ځله خوراک وکړئ، خو هر ځل بايد کم خواړه وخورئ. د ورځې د خواړو د ځلونو زياتوالی د دې لامل کېږي چې په تدريج سره ستاسو د بدن استقلاب فعال تر شي. د ورځې څو ځله لږ لږ خواړه خوړل د وازدې له رسوب او چاغۍ څخه هم مخنيوی کوي.
په لنډه توګه بايد عرض شي چې د اختر په ورځو او له هغې نه د وروسته اونۍ په اوږدو کې باید لږ خواړه وکارول شي او په خواړو کې باید سزیجات او مېوه شامل وي. پاک او روغتيايي مايعات بايد مصرف شي ( لږ تر لږه په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ګیلاسونه)
7- د روژې د لاسته راوړنو ساتنه
د بېلابېلو تفاسیرو له مخې، د روژې د فرضيتموخه هماغه د الله تعالی ارشاد دی چې وايي "لعلّکم تتقون" يعنې ښايي تاسې پرهېزګار شئ او په پرهېزکارۍ کې ګڼ صفتونه شامل دي. خو دا حقیقت چې روژه ولې یوه مياشت وړانديز شوې، يوازې د روژې وړانديز کوونکي څښتن تعالی ته معلوم دی. خو د غیر صحي، نامناسبو او ناروا عادتونو لرې کول او د اخلاقي فضايلو لاسته راوړل او داسې عادتونه خپلول چې روغتيا ته ګټور وي، د سمې روژې حاصل دی. طبي څېړنې ښيي، د دې لپاره چې په يوه کار روږدي شو او د هغه تکرار اتوماتيکي او اسان شي، لږ تر لږه ۲۱ ورځې پکار دي او د سامان آلاتو پلورونکې کمپنۍ، په ځانګړې توګه د کمپيوټر د پوستکالیو (Software) کمپنۍ په دې پوه شوې دي چې که د يوې مياشتې لپاره يو پېرودنکی د د دوی له موادو څخه په وړیا توګه استفاده وکړي، له هغه سره عادت کېږي او بالاخره يې رانیسي. له همدې امله د پوستکالیو کمپنۍ له انټرنيټ څخه په استفادې سره، خپل مواد خپلو پېرودونکو ته د يوې میاشتې لپاره په وړيا توګه وړاندې کوي. ځکه نو د طب له نظره، يوه مياشتنۍ روژه د انسان په مغز کې د يوه عادت د تشکيل لپاره اغېزناکه ده. خو مهمه دا ده چې روژه له اسلامي شريعت سره سمه ونيول شي.
هغو کسانو چې روژه يې په سمه توګه ونيوله او دا فرض يې پر ځای کړ، پخپلو خويونو کې يې ښو عادتونو ته ځای ورکړ او ناوړه عادتونه يې لرې وغورځول. دوی د داسې سمې روژې په نيول سره قېمتي دنيوي او اخروي لاسته راوړنې کسب کړې دي. له همدې امله پر دوی لازمه ده چې د الله تعالی شکر وباسي او خوښ واوسي. همدا خوښي ده چې مسلمانان پرې اختر نیسي او یو بل ته مبارکي وايي. د هغه څه ساتنه چې دوی لاسته راوړي، د اګاهانه هڅو دوام ته اړتيا لري ترڅو په راتلونکو ۱۱ مياشتو کې ښه عادتونه له لاسه لاړ نشي او ناوړه بېرته راونه ګرځي.
روژه يوه له هغو الهي نسخو څخه ده چې د الله تعالی په إذن د انسان په روغتيا او شخصیت کې د مثبتو بدلونونو او عادتونو په راوستلو سره د هغه د دواړو جهانونو د نېکمرغۍ باعث کېږي. د کال په راتلونکو یوولسو مياشتو کې د "صبر والصلاة" په مرسته د دغو مثبتو بدلونونو ساتنه د روژه دار د نفس د تزکيې او د هغه د جسمي، رواني او ټولنيزې روغتيا په لور يو ډېر د پام وړ ګام دی. د لایزال خالق په مرسته به د دې سپارښتنو عملي کول د دې لامل شي چې د روژې له مبارکې مياشتې څخه ډېره او پرله پسې ګټه ولرو. د مسلمانانو د نېکمرغۍ او په هېواد کې د سولې او سوکالۍ په هيله
په روغتيايي او ښوونيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير او د پوليو د له منځه وړنې د پروګرام ملي استازی
تاریخ: ۲۶ جوزا ۱۳۹۴