پرون! زما انځور ګره ذهن
ستا د ځوانۍ
د رنګينو له وړانګو،وړانګو، نازولو شيبو
ستا دښايست
د تاندو، ناندو ګلغوټو له موسيدلو غنچو
او ستا د تيرو
ورکو، ورکو يادوله ښکلې بڼې
يو ښايسته شانې تصوير
و کښلو
بيګاه
د زړه زمولو او نيمزالو هيلو
د سره پرهر د ليمو
له يو څو سرو مرجانو
ور ته د غاړې اميلونه پييل
او تصوير ته يې سا ورکوله
سهار بيا
بلې لوټمارې سيلۍ
د وير شپيلۍ کې پو کړل
او
پر تالايې ﻻس پورې کړ
او زما د زړه هيلو ته
زما د ذهن د خيالونو
دا رنګينه ډالۍ
د خړو خاورو
د خځلو
بړبوکيو، ګردلو کې
ښکيل شوه
خو اوس بيا
دغه نيمزالې
هيلې
ددې
لوغړنه ! تصوير!
د اننګيو غولی
په تړمو اوښکو
مينځي.
وروستي