ما ويل
که زما د سترګو
چينو
ستا د زړګي
دغه پراخه،سوې لوې
دښته
چيرې خړوبه کړله
نو
د محبت د سرو ګلونو
کرونده به مې شي
خو
له څه بلا اوږدې
مودې راهيسې
زما له سترګو
وربهيږي ويالې
خو دا
زرغونه پرې نشوه
ښايې کمرونه،تيرې پرښې،د خوړ کاڼي به وي
او نم به نه اخلي!!!
وروستي