 
        	    
                    
                                    
                      
که چيرې 
د ژيړ لمر
د طلايې زړينو وړانګو
څو پستو ،پستو لړونو
دزمولو،زمولو ګلغوټيو
شونډې ښکل کړلې
او که چيرې
دې سويو لويو
لوغړنو جل وهلو دښتو
سپين ،سره،ژيړ ،ارغواني ګلونه
و ټوکول
نو زه به
لمن ورته ځولۍ ځولۍ کړم
او خدايزده چې څومره
بې حسابه رانغاړلې
ګلالۍ ځولۍ به
په مينه مينه کړمه
ستا تورو څڼو ته 
ډالۍ
 د مينې!!!
 
                  
 
             
            